د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال له یو شمېر هالند مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل

ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، له ښاغلي ډاکتر بسم الله، په هالند کې مېشت افغان سوداګر، او د هغه له ټیم سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل.
ښاغلي بسم الله د هېواد لپاره د برېښنايي موټرو د واردولو په برخه کې د پانګونې د چمتووالي یادونه وکړه او د ټولنیزو او کلتوري چارو له مرستیال څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي عمر د ښاغلي ډاکتر بسم الله او د هغه د ټیم د راتګ هرکلی وکړ، خونه یې د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت تر منځ د اړیکو پُل وباله، او ډاډ یې ورکړ چې خونه به د پانګونو په برخه کې، په ځانګړي ډول د اړوندو دولتي ادارو د همغږۍ په برخه کې، هر اړخیزه همکاري کوي.
 
 
شنبه، د لړم ۱۷مه، ۱۴۰۴