د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د مدیره پلاوي د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیبالله عمر او د هېواد د یو شمېر مخکښو سوداګرو په ملتیا، د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د لوړپوړي حکومتي پلاوي سره یوځای سمنګان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له سیمهییزو چارواکو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه.
د دې سفر اساسي موخه، د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي، تسلیت او د زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې رسولو هڅې وې.
الحاج ملا عبدالغني برادر د زلزلې شهیدانو ته دعا وکړه، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه او له قربانیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه. نوموړي وویل چې اسلامي امارت به د خلکو تر څنګ پاتې کېږي او د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره به د ویجاړ شویو کورونو د بیا رغونې لپاره اقدامات وکړي.
الحاج سید کریم هاشمي هم د شمال د زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرۍ خونه او خصوصي سکتور به له خلکو سره د مرستو او بیا رغونې په بهیر کې خپل فعال رول ولوبوي. نوموړي د خونې له لوري د نغدي مرستې اعلان وکړ او له ټولو سوداګرو او خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو څخه ډډه ونکړي.