د هېواد د بندرونو د تړل کېدو او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه د سوداګرۍ او پانګونې خوني عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي د خوني د عامل رئیس او مسؤولینو سره ناسته ترسره کړه

دغه غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ، د پاکستان له لوري د هېواد د بندرونو د تړل کېدو او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه جوړه شوه او ښاغلو: الحاج آرین زلگی عظیمي د پانګونې مرستیال، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زی د خدماتي چارو مرستیال، الحاج حبیب‌الله عمر د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، د خوني د عامل رئیس، مسؤلین او د ډیپارټمنټونو آمرینو ګډون درلود. ګډونوالو د سوداګرو د ستونزو او د حل لارو په اړه مفصل بحث او نظرونه تبادله کړل.
وروسته له مفصلو خبرو، ښاغلي هاشمي د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې له رئیس سره په تلیفوني تماس کې، د افغان سوداګرو شته ستونزې د دیورند فرضي کرښې اخوا تشریح کړې او د افغانستان ـ پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې رول یې د دواړو لورو د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره مهم وباله.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې رئیس او مسؤلینو د یادو ستونزو د شتون تایید وکړ او څرګنده یې کړه چې دا وضعیت د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ منفي اغېز لري. هغوی ډاډ ورکړ چې دا ستونزې به د پاکستان د فدراسیون د سوداګرۍ د خونو له مشرتابه سره شریکې کړي او د حل لارې به ولټوي.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې رئیس زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې او د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې ترمنځ یوه ګډه ناسته، د پاکستان په هېواد یا د تورخم په بندر کې، د مشورو او د اوسنیو او راتلونکو ستونزو د حل لپاره جوړه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې له یادو څرګندونو او اقدام څخه هرکلی وکړ او د خپلو همکارۍ او چمتووالي ډاډ یې ورکړ.
.
 
دوشنبه، د لړم ۱۲مه، ۱۴۰۴