د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د اسلامي امارت د اقتصادي برخې له مسؤولینو، سوداګرو او د هېواد له هوايي شرکتونو سره غونډه ترسره کړه

دغه غونډه د صادراتو د پراختیا او د سوداګریزو توکو د انتقال د بهیر د اسانولو په موخه، په ځانګړي ډول نړیوالو بازارونو ته د هوايي کارګو لارې د افغانستان د وچو مېوو د لېږد او همدارنګه د خصوصي سکتور او هوايي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره، د خوني د عمومي رئیس په دفتر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، حاجي محمد ابراهیم حکمت، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي چارو رئیس، الحاج حبیب‌الله عمر، د خوني د مشرتابه پلاوي د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، د اماراتي شرکتونو رئیس، شرافت آخندزاده د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس، کپتان جاهد عظیمي د کام ایر شرکت استازی، د مالیې وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي، د ګمرکاتو د عوایدو رئیس، د خوني د مشرتابه پلاوی، محمد ولي امیني د خوني عامل رئیس، او یو شمېر صادروونکو او واردوونکو ګډون درلود.
ښاغلي هاشمي د حکومتي مسؤولینو له همکارۍ مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د خوني مشرتابه د صادروونکو، واردوونکو، هوايي شرکتونو او حکومتي چارواکو سره څو ناستې کړي، څو د هېواد د تولیدي توکو په ځانګړي ډول د وچو مېوو د هوايي کارګو له لارې د لېږد لپاره اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړي.
صادروونکو او واردوونکو د خپلو توکو د هر ټن د لېږد نرخونو په اړه خبرې وکړې او خپلې طرحې یې وړاندې کړې.
د اړوندو حکومتي ادارو استازو ډاډ ورکړ چې د هوايي ترانسپورت د لا اسانتیا لپاره عملي ګامونه پورته کوي، څو سوداګر وکولای شي خپل توکي په چټکۍ، ښه کیفیت او لږ لګښت سره نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.
په پای کې، دواړو لورو د دوامدارو ګډو همکاریو او د هوايي کارګو له لارې د صادراتو د پیاوړتیا لپاره د ګډې کاري کمېټې پر جوړېدو ټینګار وکړ.
.
 
دوشنبه، د لړم ۱۲مه، ۱۴۰۴