د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي مدیره پلاوي لومړنۍ ناسته د ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، او الحاج عبدالاحد صدیقي، د کندهار د خونې نوی رئیس، تر مشرۍ لاندې د نوي مدیره پلاوي د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
دغه ناسته د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کنفرانس په تالار کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې نوي مشرتابه د پخواني رئیس ښاغلي الحاج محمد صدیق مهمند د خدمتونو ستاینه وکړه او خپله ژمنه یې څرګنده کړه چې د دې ولایت د خصوصي سکتور او خلکو خدمت ته به بشپړه پاملرنه کوي او په دې برخه کې بشپړ چمتووالی لري.
وروسته، یو شمېر متنفذین او د وچو مېوو د اتحادیې رئیس او غړي په ناسته کې حاضر شول، او د هغوی ستونزې وڅېړل شوې چې د یادو موضوعاتو په اړه اړینې پریکړې ترسره شوې.
سربېره پردې، په جلا لیدنه کې چې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د ګڼ شمېر سوداګرو، پانګوالو او متنفذینو سره وکړه، د دې ولایت د سوداګرو او پانګوالو شته ستونزې وڅېړل شوې او د حل لارې یې وټاکل شوې.
د خونې عمومي رئیس د کندهار د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په حل کې د خپلې هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ.