د هېواد یو شمېر سوداګرو خپل د ترانسپورټ ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د اتاق د مشرتابه پلاوي د غړي ښاغلي یحیی پشتون په شتون کې د هلمند، پکتیا، خوست او کندهار له یو شمېر سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
سوداګرو د خپلو مهمو ترانسپورټي ستونزو په اړه د اتاق له مرستیال سره خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د یادو ستونزو د حل لپاره دې له اړوندو حکومتي ادارو سره جدي همغږي او پاملرنه وشي.
ښاغلي عمر، د هېواد سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد د اقتصاد د ودې او د خپلو هېوادوالو لپاره د دندو د ایجاد په برخه کې د سوداګرو رول مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د یادو ستونزو د حل په برخه کې له اړوندو حکومتي ادارو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
یکشنبه، د لړم ۱۱مه ۱۴۰۴