کندهار ولایت ته د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس سفر

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د خپل رسمي سفر پر مهال، د ښاغلو فیض احمد خوافي د ولایتي اتاقونو د چارو مرستیال، محمد ولي اميني د اتاق د عامل پلاوي رئیس او د مدیره پلاوي څو تنو غړو او د کندهار د پیژندل شویو سوداګرو په ملتیا، کندهار ولایت ته سفر وکړ.
دغه سفر د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئیس او د مدیره پلاوي د غړو د معرفي کولو په موخه او همدارنګه ځینو نورو موضوعاتو ته د رسیدګۍ لپاره ترسره شوي دي.
 
 
شنبه، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۴