ښاغلی آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال،د اتاق د مدیره پلاوي غړی ښاغلي حاجی حبیب الله په حضور کېله ښاغلي یولبرس عطایي، د جوزجان د اتاق له رئیس سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.ښاغلي عطایي د جوزجان ولایت د خصوصي سکتور د فعالیتونو، لاسته راوړنو او اساسي ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اتاق له نوي مشرتابه څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ، د ښاغلي عظیمي د همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو د یاد ولایت د سوداګرو ستونزې حل شي.ښاغلي عظیمي د هېواد په اقتصادي وده کې د سوداګرو رول مهم وباله او د ټول هېواد د سوداګرو پر اتفاق او یووالي یې ټینګار وکړ.نوموړي د هېواد د ټولو ولایتونو د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۴