د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، الحاج سید کریم هاشمي، د هېواد نامتو سوداګر ښاغلي حاجي مایل خیرخواه په حضور کې، د کابل ښار د هوټل لرونکو اتحادیې له رئیس ښاغلي نادر قرغهیي سره د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.ښاغلي قرغهیي، د کابل ښار د هوټل لرونکو اتحادیې ستونزې او طرحې له عمومي رئیس سره شریکې کړې او د دې اتحادیې د ستونزو د حل په برخه کې یې د هغه د همکارۍ غوښتنه وکړه.ښاغلي هاشمي، د اتحادیې د ستونزو او طرحو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ کې به د دوی ستونزې حل کړي.پنجشنبه، د وږي ١٣مه، ۱۴۰۴