د نوي کیدونکي انرژۍ د تولید فرصتونو د پېژندنې او ترویج په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ یو دوه ورځنی سوداګریز کنفرانس د کابل ګرانډ هوټل کې د اتاق د مشرتابه پلاوي، حکومتي چارواکو او د ملي او نړیوالو ادارو د استازو په ګډون ترسره شو.د دې کنفرانس د پرانیستې پر مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د خصوصي سکتور د رول په اړه په تودو، اوبو او لمرنیو باندنیو انرژیانو کې خبرې وکړې او نوي کیدونکې انرژي یې د اقتصادي ودې، د کار پیدا کولو او د وارداتي برېښنا د اړتیا د کمولو لپاره یوه غوره موقع وبلله.نوموړي د کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د همکارۍ لپاره د اتاق بشپړه چمتووالی وښود او له حکومته یې د تشویقي کڅوړو غوښتنه وکړه.د کنفرانس په دوهمه ورځ، د اتاق مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي محمد یونس مهمند، خیرالدین مایل احمدي، خانجان الکوزی، عبدالمتین قلندری، احمدشاه حکیمي، میرزمان پوپل، کمین زاده، د نړیوالو ادارو مسؤولینو، د حکومتي سکتوري ادارو استازو او ګڼو پانګوالو او سوداګرو ګډون درلود.ښاغلي مایل احمدي د نړیوالو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.هغه خصوصي سکتور ته په لمرینې، تودې او اوبیزې انرژۍ کې د پانګونې بلنه وکره.ښاغلي الکوزي، دا ډول کنفرانسونه د برېښنا تولید، د پانګونې فرصتونو پېژندنې، صادراتو زیاتوالي، زراعت د میکانیزه کولو، روغتیايي خدماتو او د تولیدي فابریکو د پراختیا لپاره مهم وبلل.هغه له نړۍ وغوښتل چې سوداګرۍ له سیاست څخه جلا کړي.ښاغلي قلندري، د برېښنا پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې برېښنا کولی شي زراعتي محصولات په سړه خونه کې وساتي او د چاپېریال له ککړتیا مخنیوی وکړي.نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغان خصوصي سکتور لګېدلو بندیزونو ته پاملرنه وکړي.ښاغلي کمین زاده، د فابریکو فعالیتونو ته اشاره وکړه او د برېښنا نشتوالی او د پیسو لیږد ستونزې یې یادې کړې.هغه له پانګوالو وغوښتل چې په یو موټي ډول د هیواد مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.د غونډې په دوهمه برخه کې، یو شمېر ملي او نړیوالو ادارو چې په لمرینې انرژۍ کې کار کوي، خپل معلوماتي پرېزنتیشنونه وړاندې کړل، او همداراز یو افغان انجنیر د برېښنا تولید یوه یوه میګاواټه بید مصرف ماشین معرفي کړ.په پای کې، ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق د لومړي مرستیال په توګه، د غونډې د دوو ورځو پایلې راټولې کړې، له ټولو ګډونوالو، د حکومتي سکتوري ادارو چارواکو او د اتاق له کارکوونکو یې مننه وکړه.نوموړي ژمنه وکړه چې اتاق به د مطرح شویو موضوعاتو په عملي کولو کار وکړي او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې هم ورته ستر پروګرامونه د خصوصي سکتور، اتاق، او اړوندو ملي او نړیوالو ادارو په همکارۍ ترسره شي.یکشنبه، د چنګاښ ٩مه، ۱۴۰۴