د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د فراه ولایت اتاق له مشرتابه او سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، فراه ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې ښاغلی میرزمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست اوحاجی غلام دنمیروزولایت داتا مرستیال یې ملتیا کوله، له ښاغلو: دین محمد نعمتي، د فراه ولایت د اتاق رئیس، ذکریا طاهر، د یاد اتاق مرستیال، او یو شمېر سوداګرو سره یې ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
ښاغلي دین محمد نعمتي، د ښاغلي مهمند او ورسره د مل پلاوي هرکلی وکړ او د فراه سوداګرو لویې ستونزې یې د برېښنا نشتون د تولیدي فابریکو لپاره، د فراه مرکز څخه تر ایران پولو پورې د سړک خرابوالی، د افغان وسایطو درنې جریمې د ایران په خاوره کې، او د سرحدي اسانتیاوو نشتون یاد کړل او له اتاق څخه یې د هراړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
سوداګرو وویل، فراه که څه هم زرګونه شنې خونې لري او کرنیز محصولات پکې تولیدېږي، خو د دغو محصولاتو د ساتنې لپاره هېڅ سړې خونې نشته. هغوی وغوښتل چې د اتاق مشرتابه دې دا ستونزه له اړوندو حکومتي چارواکو سره شریکه کړي.
ښاغلي مهمند، فراه یو له مهمو کرنیزو، فرهنګي او د ایران سره د ترانزیټي وصل ولایتونو څخه وباله او د دې ولایت رول یې د صادراتو او د هېواد د اقتصاد د پراختیا لپاره مهم وباله. نوموړي د مشرتابه د لارښوونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل چې موخه یې د خصوصي سکتور غړو ته د اسانتیاوو برابرول دي، او د افغان او ایراني سوداګرو لوري د کرنې او صنعت په برخو کې په ګډو پانګونو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند وړاندیز وکړ چې د دې ولایت سوداګر دې سره یو موټی شي او لویې سهمي کمپنۍ دې جوړې کړي، ترڅو د برېښنا تولید او نورو لويو پروژو کې ګډې پانګونې وکړي. نوموړي د حکومت له‌خوا د خصوصي سکتور لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول د خلکو لپاره د کار زمینه برابرولو برخه کې مهم وبلل، او د مسکو د نندارتون یادونه یې وکړه چې ژر به ترسره شي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې په یاد نندارتون کې ګډون وکړي او د افغانستان ځانګړي، په تېره کرنیز، محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال له ټولو خصوصي سکتور غړو د غوښتنه وکړه چې له ایران سره د سوداګریزو تبادلو په ځانګړي ډول بندري ستونزې دې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي، څو دا ستونزې د ایران له محترم سفیر سره شریکې شي او د حل لپاره یې هڅې وشي.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د صادراتو، په ځانګړي ډول د فراه ولایت د صادراتي محصولاتو او پر خلکو د مستقیم اقتصادي اغېز په اړه خبرې وکړې. همداراز، د صادراتو تخنیکي پروسې موضوعات یې تشریح کړل او د فراه د اتاق له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت د سوداګرو ستونزې باید له مرکزي دفتر سره تل شریکې کړي ترڅو ژر تر ژره د حل لپاره اقدام وشي.
 
 
 
شنبه، د وري ۲۳مه، ۱۴۰۴