د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خصوصي سکتور د ستونزو د حل او د بېلابېلو سکتورونو د تخصصي کمېټو د جوړولو د لړۍ په دوام، د وچې مېوې تخصصي کمېټه او د هغې مشرتابه غړي د یوې ناستې په ترڅ کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اڅکزي، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال ښاغلي میر زمان پوپل، د دولت سره د اړیکو د څانګې مسؤول ښاغلي صمیم هاشمي او د یادې کمېټې د ګڼ شمېر غړو په حضور کې وټاکل شول.ښاغلي مهمند، ټولو سوداګرو ته چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی و، هرکلی ووایه. نوموړي، د خصوصي سکتور له ټولو غړو، په ځانګړې توګه د وچې مېوې له سوداګرو څخه د هغوی د همکارۍ له امله چې په سختو شرایطو کې یې له بې وزلو خلکو سره کړې، او همداراز د خصوصي سکتور د شته ستونزو، لکه بهر ته د پیسو د لېږد ستونزه او په بانکونو کې د هغوی د پیسو کنګېدل د زغم له امله مننه وکړه. هغه، ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د افغانستان د وچې مېوې لپاره د نړیوالو بازارونو د موندلو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.ښاغلي مهمند، د کام ایر او آریانا هوایي شرکتونو له مسؤولینو سره د ګڼو ناستو یادونه وکړه، چې موخه یې د افغانستان د وچې مېوې صادراتو ته د خوندي او مناسب قیمت لرونکي هوايي ترانسپورت زمینې برابرول دي. هغه له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپل ټول توکي د نړیوالو ستندردونو مطابق نړیوالو بازارونو ته صادر کړي. همداراز، نوموړي د هغه نندارتون په اړه، چې په نږدې راتلونکي کې په روسیه کې د تولیدي محصولاتو د معرفي کولو په موخه جوړېږي، د وچې مېوې کمېټې غړو ته معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات په نړیوال بازار کې معرفي کړي.د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د خصوصي سکتور د ستونزو د ژر حل په موخه د دا ډول کمېټو جوړېدل مهم وبلل او له ټولو د وچې مېوې سوداګرو یې وغوښتل چې له دې وروسته خپلې ټولې ستونزې د دې کمېټې له لارې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي.ښاغلي پوپل، د اتاق د بېلابېلو سکتورونو د تخصصي کمېټو د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل او د وچې مېوې سوداګرو رول یې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په ځانګړي توګه هند ته مهم وباله. هغه له سوداګرو وغوښتل چې له دې وروسته خپلې ټولې ستونزې د دې کمېټې له لارې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي، تر څو اتاق وکولای شي چې د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ سره د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.ښاغلي اڅکزي، د وچې مېوې د بسته بندۍ د ستندرد جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې د خپلو صادراتو په برخه کې د نړیوالو معیارونو مراعات وکړي.ښاغلي شیرین آغا سخي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د افغانستان د وچې مېوې د نړیوال مقام ترلاسه کولو لامل یې د هېواد غوره اقلیم یاد کړ. هغه، د وچې مېوې د ټولو صادرونکو د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل ټول توکي د اروپايي معیارونو مطابق بازار ته وړاندې کړي.په دې ناسته کې، محترم عبدالقاسم امرخېل د وچې مېوې د کمېټې د رئیس، او ښاغلو: سیف الرحمن، عبدالقاسم الکوزی او احمد جاوید جویا د دې کمېټې د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.ښاغلي امرخېل، د دې ناستې په تنظیم کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکاریو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دې برخې ستونزې به د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي او د ښه همغږۍ لپاره به هلې ځلې وکړي.سې شنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲۱ مه