ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ښاغلیو: حاجي محمد ظاهر، د کاپیسا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، او جلالالدین سعید، د کندافروت شرکت رئیس، په ملتیا، دوبۍ ګلفوډ نندارتون ته څخه یې لیدنه وکړه او د افغان سوداګرو غرفې یې وکتلې.
ښاغلي احمدیار، د نندارتون د لیدنې پر مهال له افغان سوداګرو سره خبرې وکړې، د افغانستان د خوراکي توکو د معرفي کولو او د سوداګرو له ستونزو خبر شو. هغه ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د افغان سوداګرو پراخ ګډون ته زمینه برابروي.
د ۲۰۲۵ کال ګلفوډ نندارتون د فبرورۍ له ۱۷مې څخه د ۲۱مې (د سلواغې ۲۹ – د کب ۳) پورې د دوبۍ نړیوال سوداګریز مرکز کې دوام لري، ۴۰۰۰ غرفې لري او د ۱۵۶ هېوادونو تولیدات پکې نندارې ته وړاندې کېږي. افغانستان هم هر کال پکې ګډون کوي، او سږکال افغان سوداګرو ۱۵ غرفې نیولي دي.
چهارشنبه، د کب لومړی، ۱۴۰۳