د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اصفهان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلی ضیاءالدین اچکزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی،اصفهان ښار ته د خپل سفر پر ترڅ کې، چې یو شمېر افغان سوداګر او پانګوالو یې ملتیا کوله د اصفهان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له رئیس سره ولیدل.
 
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ګډو پانګونو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي اچکزي، پر ګډو پانګونو ټینګار وکړ او د اصفهان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس څخه یې وغوښتل چې ایراني سوداګر وهڅوي، څو له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو تولیدي برخو، په ځانګړي ډول د ماهي روزنې، د خصوصي سکتور د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د معیاري سړو خونو جوړولو او د افغانستان د شنو خونو د جوړولو په برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
د اصفهان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس ښاغلي اچکزي او ورسره مل پلاوي ته هرکلي وکړ، او ډاډ یې ورکړ چې د ایراني سوداګرو د تشویق، افغان سوداګرو ته د سوداګریزو اسانتیاوو برابرولو، او د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د نظریاتو د تبادلې په برخو کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
جمعه، د سلواغې ۲۶مه، ۱۴۰۳