د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې پنځه ویشتمه ناسته د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، ضیاءالدین اچکزي، محمد داود یوسفزي، جان آقا صادقي، محمد ګردیزي، سید پرویز سادات هوفیاني، بهادر خیرخواه، فواد احمد دوست او احمد شکیب احمدیار، او د اتاق پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي په دفتر کې ترسره شوه.
په دی ناسته کې چې د مشرتابه پلاوي ځینو غړو په آنلاین ډول ګډون درلود، د پنځه ویشتمې ناستې د اجنډا موضوعګانې او د څلور ویشتمې ناستې مصوبات او د یادې ناستې د محتویاتو لاسلیک د ښاغلي ذکریا بریالي لخوا د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړی شول.
ورپسې د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په اړه د ځینو مهمو مسایلو او د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې ونیول شوې.
شنبه، غويي ۲۲مه، ۱۴۰۲