د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي جان آقا صادقي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د اتاق په مرکزي دفتر کې د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) له سکرتر جنرال ښاغلي یرلان بی دولت، د یادې ادارې د بشري مرستو او همکاریو رئیس ښاغلي دولت امبردییف او د یادې ادارې د اړیکو مسؤل ښاغلي عبدالله منافع مطولو سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د غذايي امنیت اسلامي سازمان پروژو تطبیق برخه کې د اتاق د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.په پیل کې ښاغلي یرلان بی دولت له اتاق څخه د دې غونډې د تنظیمولو لپاره مننه وکړه او د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) د پروګرامونو چې د روان کال په جنورۍ کې يې د اسلامي هیوادونو د سازمان او اسلامي هېوادونو سره د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ، معلومات وړاندې کړل او د دغې ادارې تر چتر لاندې د پروژو د پلي کولو په برخه کې يې د اتاق د تخنيکي همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي یرلان بی دولت د دغه سازمان د ۱۰ کلنې ستراتیژۍ په اړه چې ۵ بنسټونه او ۱۶ پروګرامونه پکې شامل دي، وویل "موږ په دې غور کوو چې څنګه کولای شو د اسلامي هېوادونو له اړتیاوو سره سم حلال خوراکي توکي چمتو کړو. هغه وویل، د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) اصلي موخه اقتصادي وده، ټولنیزه وده او د سوداګرۍ ساتنه ده او په افغانستان کې د روانو پروژو په اړه یې لاندې معلومات وړاندې کړل:• د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) له قزاقستان څخه د غنمو او اوړو د مرستې پروژه او د افغانستان خلکو ته یې لېږدول• د غنمو د تولید لپاره د ماشینونو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د افغان بزګرانو د ظرفیت لوړول او مرسته• د خوراکي توکو صنعت ته وده ورکول او د تولید د ودې او د کار پیدا کولو لپاره ارزښت لوړول• د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو برابرولښاغلي بي دولت وويل "د سوداګرۍ پراختيا د دواړو هېوادونو، قزاقستان او افغانستان په ګټه ده او چمتو دى، چې له دولت سره په همغږۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو، سوداګريزو اړيکو کنفرانسونو او سوداګريزو غونډو په جوړولو کې همکاري وکړي." نوموړي له اتاق څخه وغوښتل، چې د افغانانو د اړتيا وړ خوراکي توکو په اړه خپل وړانديزونه شريک کړي، ترڅو قزاقستان يې ورته چمتو کړي.ښاغلي مهمند ښاغلي یرلان بی دولت او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست پرمهال وویل "لکه څنګه چې مو په تیرې ناسته کې ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې د پروژو د پلي کیدو په برخه کې په ځانګړې توګه د لویو کرنیزو پروژو د ارزښت اضافه کولو برخه کې همکارۍ ته چمتو یو. هغه زیاته کړه: "څرنګه چې د افغانستان کرنه میکانیزه نه ده، نو اړینه ده چې د دې ادارې په مرسته د افغانستان د خوراکي توکو د صادراتو په برخه کې د حلالو خوړو سندونه چمتو او صادرات زیات کړي."ښاغلي مهمند په افغانستان کې د ښه امنیتي وضعیت او په اوسني وخت کې د اداري فساد د کموالي یادونه وکړه او د حلالو خواړو د برابرولو او د دغې ادارې د نورو پروژو د تطبیق په برخه کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ترانزیت په برخه کې د افغانستان جغرافیوي موقعیت مهم وباله او د افغانستان او قزاقستان د ګډ سوداګریز کنفرانس د جوړېدو هرکلی یې وکړ او په کابل کې یې د دغه کنفرانس کوربه توب ته چمتووالی وښود.د اتاق لومړي مرستیال په افغانستان کې د پانګونې د ښه فرصتونو په ځانګړي توګه د روغتیا او برېښنا د تولید په برخه کې یادونه وکړه او د خوړو د خوندیتوب له سکرتر جنرال څخه یې وغوښتل چې له خپلو غړو هېوادونو سره اړیکه ونیسي او هغوی په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
په پیل کې ښاغلي یرلان بی دولت له اتاق څخه د دې غونډې د تنظیمولو لپاره مننه وکړه او د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) د پروګرامونو چې د روان کال په جنورۍ کې يې د اسلامي هیوادونو د سازمان او اسلامي هېوادونو سره د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ، معلومات وړاندې کړل او د دغې ادارې تر چتر لاندې د پروژو د پلي کولو په برخه کې يې د اتاق د تخنيکي همکارۍ غوښتنه وکړه.