د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي موید یوسف، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د وزيراعظم ځانګړي استازي ښاغلي صادق خان او د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر ښاغلي منصور نعیم سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د حل غوښتنه يي وکړه.ښاغلي مهمند د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ کې شتو ستونزو په ځانګړې توګه د وارداتو بریښنايي فورم او یو شمیر نورو ټرانزیټي ستونزو په اړه د خبرو کولو وروسته، د یادو ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.په یاده ناسته کې، دواړو لوریو د لاندی خنډونو په له منځه وړلو هوکړه وکړه.• د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان د مرکزي بانک د وارداتو د بريښنايى فورمى يا EIF شرط له منځه وړل.
• د بانکونو د بيا فعاليدلو پورى به په بارتر توګه سوداګري ترسره کيږي.• د افغانستان په اتلس قلمه صادراتي توکو باندى د پاکستان لخوا د محصول معاف کيدل.• دوه اړخيزې ګډې پانګونې ته بايد سوداګر وهڅول شي او ددى لپاره بايد دواړه هيوادونه خپلې پاليسي ګانې واضحه او اسانه کړي.• د کرهڼې سکتور غښتلتیا په موخه په تخنیکي او تکنالوجیکي همکاریو ټینګار وشو.• په کراچى بندر کې بايد افغان مالونو ته هر اړخيزې اسانتياوې برابرې کړل شي.• په بندرونو کى تخنيکي ستونزې بايد له نږدي وڅارل شي او بايد د تل لپاره له منځه یووړل شي.• د دواړو لوریو سوداګریزو توکو لیږد په موخه دی ژر تر ژر پو اغیزمن میکانیزم کار ترسره شي.د پورته یادو موضوعګانو سربیره، په نورو ستونزو هم خبرې وشوې او دواړو لوریو يي د له منځه وړلو ژمنې وکړې.
• د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان د مرکزي بانک د وارداتو د بريښنايى فورمى يا EIF شرط له منځه وړل.