ښاغلي آرین زلګی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، د هېواد له یو شمېر مطرح تاجرانو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د سوداګرۍ د پراختیا، له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو د ستندرډ کولو ، د کورنیو پانګونو د ملاتړ او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.ښاغلي عظیمي د هېواد د اقتصادي پروګرامونو په پرمخ وړلو کې د تاجرانو رول مهم وباله او په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډو پانګونې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.شنبه، د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴