د بلخ د سوداګرو په ملاتړ په کندهار ولایت کې د پنځو دروازو د جوړولو کار پيل شو

د بلخ د محترم والي د هڅونې او همغږۍ او د دې ولایت د سوداګرو د مالي ملاتړ په وسیله، په کندهار ولایت کې پنځه دروازې جوړیږي.
 
دغه دروازې به په لاندې ځایونو کې په ترتیب سره جوړې شي: لومړی د شورندام او پل ترنک ترڅنګ، دوهمه د پل باغ ترڅنګ، درېیمه د کوتل مرچه په سیمه کې، څلورمه د ښار د کمانډو په ساحه کې او پنځمه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د حوت د غره په لمنه کې.
د دغو دروازو د جوړولو لګښت د بلخ ولایت د یو شمېر سوداګرو له خوا هر یو: یما پټرول، کام ایر، غضنفر ګروپ، کمال نبي زاده، بشیر نوید ګروپ، د مصطفی مهمند ساختماني شرکت او نورو درنو سوداګرو جوړیږي.
د دغو دروازو د جوړولو کار پیل شوی او موخه یې د هېواد د شمال او جنوب د خلکو تر منځ د یووالي، اتفاق او همدردۍ پیاوړتیا ده.
 
 
 
چهارشنبه د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴