د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د افغانستان-امریکا ګډ اتاق مشرتابه سره د لیدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د شتو ستونزو او فرصتونو په اړه خبری وکړی. د دواړو لوریو مشرانو د "ژینوا" غونډه د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اړینه وبلله او زیاته يې کړه چې د افغانستان دولت باید ددی ډول فرصتونو نه په سم ډول ګټه پورته او پانګه اچوونکو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

په دی ویډیوي کنفرانس کې دواړو لوریو په خصوصي سکتور کې د شتو ستونزو او ننګونو د یادولو ترڅنګ د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا په اړه خپلې طرحې او نظرونه سره شریک کړل.

په دی ویډیوي کنفرانس کې د زراعت او مالدارۍ وزیر ښاغلي انورالحق احدي، د افغانستان-امریکا ګډ اتاق مشرتابه او د خصوصي سکتور استازیو چې شمیر يې تقریبا ۱۷۰ تنو ته رسیده ګډون درلود.

د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د خصوصي سکتور په استازولۍ خبری وکړی او د ژینوا په کنفرانس کې د مرسته کوونکو هیوادونو ژمنې يې ګټورې وبللې او زیاته يې کړه چې د افغانستان خصوصي سکتور باید د ژینوا کنفرانس د اجنډا یوه برخه وه، ځکه چې د تلپاتې سولې د ارکانو څخه یوه هم د پیاوړي اقتصاد درلودل دي چې خصوصي سکتور په دی کې مهم رول لوبوي.

د افغانستان دولت په استازولۍ ښاغلي احدي داسې وویل "د ژینوا په کنفرانس کې د مرسته کوونکو هیوادونو ژمنې د هیواد په اقتصاد او د هیوادوالو په ژوند مثتبې اغیزې لري او دا چې د مرسته کوونکو هیوادونو مالي مرستې باید د افغانستان د خلکو په بنسټیزو اړتیاوو باندی مصرف شي."

په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو د له منځه وړلو او لازمو آسانتیاو رامنځته کولو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د افغان-پاک ګډ اتاق له مشرتابه سره د لیندۍ په پنځمه لیدنه وکړه.

په دی غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د دارالانشاء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره هیت غړيو هر یو خان جان الکوزي او آذرخش حافظي او د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي ګډون او خبری وکړی.

ښاغلي مهمند وویل "په وروستیو څو کلونو کې په سوداګریز ډګر کې د افغان-پاک ګډ اتاق هڅې د ستایلو وړ دي. او ددواړو هیوادونو د سیاسي مشرانو سفرونه د داوړو هیوادونو د وګړیو ترمنځ د لازیات باور او په سوداګریز ډګر کې د لازیاتو آسانتیاو د رامنځته کیدا سبب شوي دي."

ښاغلي خان جان الکوزي وویل"د تیرو کلونو په نسبت پاکستان ته د صادراتو او وارداتو کچه زیاته شوی ده خو بیا هم افغان سوداګر د یو لړ ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي."

ښاغلي آذرخش حافظي د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ د لاپیاوړتیا لپاره د پانګه اچوونې د یوې ګډې کمیټې د جوړیدا غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو غني هیواد دی او باید چې پاملرنه ورته وشي.

ښاغلي هاشمي دا ډول ناستې د سوداګریزو راکړو ورکړو او په دی لاره کې د شتو ننګونو د له منځه وړلو لپاره اړینې وبللې.

د افغان-پاک ګډ اتاق عمومي ریس ښاغلي زبیرمتی والا وویل"په افغانستان کې د امنیت نه شتون، د عدم پانګه اچوونې اصلي لامل دی. د سولې او امنیت په راتلو سره به افغانستان د بهرنیو پانګه اچوونکو کور جوړ شي او د افغانانو په ژوند کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي."

نوموړي د سیمه ایزې سواداګرۍ د لاپیاوړتیا لپاره د افغانستان رول ډیر اړین وباله او زیاته يې کړه چی د افغانستان تازه میوې د نړۍ په بازارونو کې سیال نه لري او باید بهر ته د صادرولو زمینه ورته برابره شي.   

د مدني ټولنې مشرتابه د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې د ښاغلي خان محمد سرفراز باز سره د لیدنې په ترڅ کې د هغه د ډیرو کلونو د هلو ځلو ستاینه وکړه.

په دی لیدنه کې د مدني ټولنې ریس ښاغلي فرید فضلي ژمنه وکړه، چې د دوه کلونو لپاره ۵۰ هغو اشخاصو ته د زدکړو زمینه برابروي، چې په هیواد کې دننه د زدکړو مالي توانایي نه لري.

ښاغلي باز هم د مدني ټولنې د ښو کړنو او د ولس غږ رسونې څخه د یادونې تر څنګ ژمنه وکړه، چې د د مدني ټولنې څخه به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي او د اوونیزې خپرونې د پراختیا په موخه به هر اړخیزه همکاري کوي.   

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د سیاحتي شرکتونو له استازیو سره د لیدنې په ترڅ کې د ننګونو د له منځه وړلو او کاري فرصتونو رامنځته کولو په اړه خبری وکړی.

ددی غونډې ګډونوالو د زرګونه سیاحتي شرکتونو په استازولۍ خبری کولې او د اتاق د غړیتوب غوښتنه يې وکړه تر څو له دی لاری وکولی شي خپلو ستونزو ته د پای ټکې کیږدي.

ښاغلي هاشمي د سیاحتي شرکتونو له استازیو څخه وغوښتل چې د اتاق غړیتوب ترلاسه او سیاحتي نندارتونونه جوړ کړي تر څو خلک وکولی شي د دوی د خدماتو په اړه مالومات تر لاسه کړي.

په دغه غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نثار احمد غوریاني، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر رزاق داوود، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي یونس مهمند، د هیت مدیره غړي خان جان الکوزي، د ولسي جرګې غړو او د خصوصي سکتور فعالینو ګډون درلود.

ښاغلي رزاق داوود وویل "پاکستان د افغانستان سره د ښو سوداګریزو او ټرانزیټو اړیکو غوښتونکې دی، او په اسلام آباد او کابل کې زموږ لیدنو سوداګریزو راکړو ورکړو ته لار هوار کړی ده."

په پای کې داوړو لوریو د دوه اړخیزو بانکي، ګمرکي، ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو په اړه خبری وکړی او پریکړه وشوه، چې د توافق او همغږۍ اتمه غونډه به په اسلام آباد کې جوړه او دا توافق به نهایي کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخنیک او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايي په هغه غونډه کې چې د افغان ملي بیمې شرکت له خوا د بیموي خدماتو د معرفي کولو په موخه جوړه شوی وه، داسې وویل "بیموي خدمتونه د اقتصاد په وده او نمو کې مثبت رول لري." نوموړي د افغان سوداګرو په ځانګړي توګه د هغو شرکتونو څخه چې د اتاق غړیتوب لري، وغوښتل چې په هیواد کې د شته بیموي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي، تر څو له یوې خوا د هیواد اقتصاد پیاوړې او له بلې خوا د دوی فعالیتونه د زیات باور څخه برخمن شي.

د افغان ملي بیمې شرکت استازي ښاغلي شاه محمد احمدزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د مننې تر څنګ وویل "د افغان ملي بیمې شرکت اساسي موخه د هیواد سوداګریزو شرکتونو او سوداګرو ته د بیموي خدماتو وړاندی کول دي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه د افغان ملي بیمې شرکت ۱۷ ډوله مختلف بیموي خدمتونه چې روغتیايي، سفري او زیربنايي پکې شامل دي، وړاندی کوي."  

مقالات دیگر...