د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوې غونډې په ترڅ کې د هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې سره د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.

ددی تفاهملیک پر بنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اتحاديې سره یو ځای د سوداګرۍ د پراختیا په موخه؛ ګډو سوداګریزو نندارتونونو جوړولو تر څنګ کورني او بهرني پانګه اچوونکي په هیواد کې پانګه اچوونې ته هڅولې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او  پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې او د هیواد د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتحاديې ریس ښاغلي حزب الله الفت دغه تفاهملیک لاسلیک کړ.

د پنجشنبه په ورځ د لیندۍ په ۱۳مه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ سره د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې، د نړیوالې رقابتي برنامې(HULT PRIZE) تر عنوان لاندې د ۱۰ بهترینو اقتصادي طرحو د ټاکنې په موخه په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي عطايې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازولۍ د محصلینو د بهترینو اقتصادي طرحو د ستایلو تر څنګ، ټینګار وکړ چې اتاق د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه هر ډول فني، مالي او زدکړیالۍ دورو وړاندی کولو لپاره چمتو دی.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د محصلینو اقتصادي طرحې به وکولې شي د هیواد په اقتصادي لوړتیا او تشبث کې اړین رول ولوبوي.

د غونډې په اوږدو کې، د کابل پولیتخنیک پوهنتون مشرتابه او د خصوصي سکتور یو شمیر استازیو هم خپلې ویناوې او نظرونه څرګند کړل.

د غونډې په پای کې، محصلینو د اتاق او پولیتخنیک پوهنتون مشرتابه څخه د دی غونډې د جوړولو او هغوی ته د ستاینلیکونو ورکولو په مناسبت د مننې کولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د خپلو اغیزمنو اقتصادي طرحو په واسطه به د هیواد خصوصي سکتور لپاره عملي کړنلارې رامنځته کړي.  

د لیندۍ د میاشتې په اتمه نیټه د شنبه په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د جهان پوهنتون ۱۶ محصلین د یوې میاشتنۍ زده کړې دورې په کامیابې سره د پای ته رسولو په مناسبت؛ هغوی ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره ونازول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخنیک او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هیواد ټولو محصلینو ته د فني او عملي زدکړو وړاندی کولو په چوپړ کې دی."

نوموړي محصلینو ته ددغې دورې د ګټورې ثابتیدو هیله وکړه او تر څنګ يې د یوې ټولنې په اقتصادي لوړتیا کې د خصوصي سکتور رول اړین وباله او زیاته يې کړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق محترمه اداره د هیواد محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره یوه مناسبه مرجع ده.

د جهان پوهنتون مشرتابه او محصلینو د اتاق څخه د زدکړیالۍ دورې د برابرولو په مناسبت مننه وکړه او په دی اړه يې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د جهان پوهنتون محصلینو د زدکړیالۍ دغه دوره د خپلو علمي او عملي زدکړو لپاره ډیره ګټوره او د علمي ظرفیت لوړونې په برخه کې يې ډیره اغیزمنه وبلله.   

په سویس کې، افغانستان سره د مالي مرستو په موخه په جوړه شوې غونډه کې، چې د ۶۰ څخه زیاتو مرسته کوونکو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو پکې ګډون درلود، ښاغلي سید زمان هاشمي خپل نظرونه او زرینې ویناوې پدی ډول بیان کړی.

"له یوې خوا د افغانستان په ګمرکونو کې موجود فساد او د کرونا هلاکوونکې ویروس د هیواد سوداګرۍ او اقتصاد ته یوه لویه ضربه او د اقتصادي پیاوړتیا په وړاندی یو لوی خنډ دی، خو له بلې خوا د چابهار بندر او د لاجوردو لیاره د هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې اړین رول لوبولې شي."

نوموړي د هیواد په ګمرکونو کې د لازمو آسانتیاو د رامنځته کولو او د خصوصي سکتور د لا پیاوړي کولو په لاره کې د اتاق د عملي هڅو یادونه وکړه او هیله يې څرګنده کړه، چې د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ملاتړ به وکولې شي خصوصي سکتور په دی توانا کړي چې په صادراتو او وارداتو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي هاشمي د شتو ننګونو او اداري فساد د له منځه وړلو او مالي سرچینو ته د لاسرسۍ په برخه کې د مرکزي بانک رول اړین وباله او وی ویل چې مرکزي بانک په تیرو څو کلونو کې دی برخې ته چندانې پام ندی کړی.

ښاغلي هاشمي د خپلو خبرو په پای کې وویل"ّپه عالي اقتصادي شوراګانو کې باید د خصوصي سکتور نظر په پام کې ونیول شي او د خصوصي سکتور د لاښو فعالیتونو په موخه دی د دولت سره بشپړه همغږي رامنځته شي."  

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق د پانګه اچونې مرستیال ښاغلې سلطان محمد صافي او مدیره هیت غړیو هر یو خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق د مسؤلینو او د ننګرهار د والي ښاغلي ضیاءالحق امرخیل سره په تورخم کې د شتو ننګونو په اړه خبری اتری وکړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق مدیره پلاوي د هیواد په ګمرکونو کې په ځانګړې توګه د تورخم په بندر کې د سوداګریزو توکو بی موجبه ځنډیل یوه ستره ستونزه یاده کړه او د له منځه وړلو لپاره يې د منظمو کړنلارو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق سیمه ایزو مسؤلینو په پاکستان کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو بی موجبه ځنډیل او د تورخم په بندر کې بډې اخستنه د سترو ننګونو او ستونزو په توګه په ګوته کړی او د افغانستان او پاکستان له حکومتونو څخه يې وغوښتل چې ددی ستونزو د له منځه وړلو په موخه بیړني ګامونه پورته کړي.

د ننګرهار والي ښاغلې ضیاءالحق امرخیل تورخم بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې مني او وايې چې د له منځه وړلو لپاره يې عملي ګامونه پورته کړي دي.  

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار ولایت د کسبګرو د اتاق له ریس ښاغلي حاجي شیر آغا او یو شمیر کسبګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د ستونزو په اړه خبری وکړی.

په دی لیدنه کې د کندهار ولایت د کسبګرو د اتاق ریس او غړو یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرله پسې همکاریو په مناسبت د اتاق څخه د مننې تر څنګ په هیواد کې د شتو ګمرکي او مالي ستونزو یادونه وکړه؛ او د اتاق څخه يې خپلو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي محمد یونس مهمند د کسبګرو ستونزو له اوریدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور لپاره ګډ کور ونوماوه او د هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې يې د کوچینو متشبثینو رول اړین وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د حکومت اړونده ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.    

مقالات دیگر...