ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د یوناما دفتر له لوري په آنلاین لومړنۍ ناستې کې ګډون وکړ.
 
په دې ناسته کې، د یوناما دفتر د اقتصادي برخې مسؤله، د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د عامل پلاوي رئیسه، د کوچنیو شرکتونو استازې، اسدالله فیضي د افغانستان نړیوال بانک (AIB) مرستیال، او د کوچنیو پورونو د مؤسسې رئیسې ګډون درلود.
دیوناما دفتر داقتصادی برخی مسووله د ناستې اساسي موخه د خصوصي سکتور نظریاتو او وړاندیزونو راټولول وبلل او ویې ویل چې یاد نظریات به د خصوصي سکتور د استازو له خوا د دوحې د کاري ډلې کنفرانس کې د نړیوالو استازو سره شریک شي. هغې له ګډونوالو وغوښتل چې خپل مشکلات په واضح ډول د کنفرانس پر مهال له نړیوالو استازو سره شریک کړي.
ښاغلي مهمند، له یوناما دفتر څخه د افغانستان له خصوصي سکتور سره د همکاریو او د هغوی د ستونزو د نړیوالو ستیجونو له لارې شریکولو له امله مننه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د دوحې د کاري ډلې کنفرانس کې به د خصوصي سکتور ستونزې مطرح کړي.
همداراز، نوموړي د کنفرانس نورو ګډون کوونکو استازو څخه وغوښتل چې د اجنډا سره سم، د خپلو سکتورونو ستونزې له نړیوالو استازو سره واضح او منظم شریکې کړي.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ لومړۍ
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی، ښاغلیو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، محمد داود یوسفزی او جان آقا صادقي د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، د هېواد د نفتو سکتور د ستونزو د همغږۍ او رسیدنې په غونډه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مقر کې د مولوي شمس‌الدین شریعتي د ریاست لاندې د دولتي سکتوري ادارو استازو او یو شمېر د نفتي توکو واردوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
 
ښاغلي مولوي شریعتي د نفتو توکو د سټنډرډونو او بې‌کیفیته نفتو توکو د وارداتو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د ریاست الوزراء د پریکړې او د حکومت د مشرتابه د تایید مطابق، د ورکړل شویو نورمونو د تطبیق پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور په استازولۍ خبرې وکړې او د حکومت له‌خوا د نفتو توکو، خوراکي موادو او درملو په برخو کې د ورکړل شویو نورمونو په تطبیق کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اتاق لومړي مرستیال د هېواد له سوداګرو د ستاینې ترڅنګ، د نفتو، خوراکي توکو او درملو د وارداتو پر کیفیت د هغوی د پام او هڅو قدرداني وکړه او د افغانستان د خامو موادو د بیو د سیمې له نورو هېوادونو سره د پرتلې وړ ټیټوالی یې د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د صادقانه کار او ښې همکارۍ پایله وبلله او د سټنډرډونو د تطبیق په برخه کې یې د دغو همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
همداراز، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، محمد داود یوسفزي او جان آقا صادقي هم د نفتو سکتور د اوسنیو ستونزو او د نفتو واردوونکو له‌خوا د سټنډرډونو د تطبیق په اړه خبرې وکړې او له حکومته یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ لومړۍ
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي لومړي مرستیال، افغانستان لپاره د پولنډ هېواد له ځانګړي استازي، ښاغلي ویتالد سابکو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
 
په دې لیدنه کې، د اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤول، ښاغلي عبدالمتین غالب هم حضور درلود.
د غونډې په پیل کې، ښاغلي مهمند د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له خصوصي سکتور سره د پولنډ د همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د تجارتي اړیکو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
نوموړي د افغانستان د تولیداتو، لکه وچې مېوې، تازه مېوې او پروسس شوي معدني موادو، صادرات پولنډ ته د تجارتي همکاریو له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل، او یادونه یې وکړه چې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو نه شتون اروپایي هېوادونو ته یوه جدي ستونزه ده چې باید حل شي.
نوموړي همداراز د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي، د کوکنارو د کر صفر کیدو، او د اداري فساد د کچې کمېدو یادونه وکړه، او دا یې بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې لپاره یو مناسب فرصت وباله. هغه د پولنډ له ځانګړي استازي وغوښتل، چې د نږدې راتلونکي لپاره د افغانستان او پولنډ د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د یوې رسمي ناستې زمینه برابره کړي.
ښاغلي مهمند د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له هڅو څخه هم مننه وکړه، چې د نړۍ له هېوادونو سره یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراخولو کې ترسره کړې دي، او دا هڅې یې د خصوصي سکتور د ودې لپاره ارزښتناکې وبللې.
په خپلو خبرو کې، نوموړي د ترانزیټي لارو پر پراختیا او د تجارتي مسیرونو پر تنوع ټینګار وکړ، تر څو افغانستان یوازې پر یوه تجارتي لاره تکیه ونه لري، بلکې له خپل جغرافیوي موقعیت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
په پای کې، ښاغلي ویتالد سابکو، د پولنډ ځانګړي استازي، د افغانستان سره د خپل هېواد د تجارتي اړیکو د پراختیا ملاتړ څرګند کړ. نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو، د افغان توکو د وارداتو د ملاتړ، او د اروپایي اتحادیې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د آنلاین ناستو د جوړولو ژمنه وکړه، څو د اروپایي بازارونو ته د صادراتو د معیارونو او رهنمودونو په اړه سوداګرو ته لازم معلومات وړاندې شي.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۵مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، له یو شمېر د وچو مېوو صادرونکو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د وچو مېوو صادرونکو خپل عمده ستونزې د واګه بندر د تړل کېدو له امله یادې کړې، چې د افغانستان د صادراتي توکو، په ځانګړي ډول وچو مېوو، پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی. دوی د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال څخه وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره، په ځانګړې توګه د وچو مېوو د صادراتو د اسانتیا لپاره، له اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږي لازمه همکاري وکړي.
ښاغلی پوپل، د وچو مېوو صادرونکو ته د هرکلی ویلو ترڅنګ، د دوی رول یې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي او اقتصادي ودې کې مهم وباله. نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ستر ملاتړی او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پُل وباله. هغه ډاډ ورکړ چې اتاق له اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږي به د دوی د ستونزو د حل او د صادراتي مالونو د لېږد لپاره د بدیلو لارو موندلو لکه د هوايي کارګو، ځمکنۍ او بحري ترانزیت له لارې هند ته به هر اړخیزه همکاری وکړي.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د غبرګولی ۳۱ مه ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د اسلامي امارت د فرامینو د تطبیق او لوی نظارت ریاست د بعضو نفتی موادو د وارداتو مخنیوی له ټولو بندرونو څخه، د ابو نصر فراهي بندر له لارې د ټولو نفتې توکو وارداتو بندیز، تر هغې د نفتو د جوازونو صادرول بندول تر څو نوی طرزالعمل ترتیب شي، د هغو شرکتونو له لورې چې د نفتو د فعالیت جواز لري، بازارونو ته د تېلو وېش، په بندرونو کې د لابراتوارونو تخنیکي ستونزو حل، او د نظارتي آمریتونو جوړول په موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې مطبوعاتي کنفرانس ترسره کړ.
 
یاد کنفرانس د ښاغلي مولوي شمس‌الدین شریعتی، د فرامینو د تطبیق او لوی نظارت ریاست سرپرست، په مشرۍ او د اتاق د مشرتابه پلاوي، ښاغلیو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، شیرین آغا سخي د مشرتابه پلاوي مالي رئیس، خان جان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان ــ پاکستان ګډ اتاق رئیس، محمد داوود یوسفزی د مشرتابه پلاوي غړی، میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، عبدالسلام کوهي د اتاق حقوقي مشاور او د بیلابیلو سکتوري وزارتونو د مرستیالانو په شتون کې ترسره شو.
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور ملاتړ د لوی نظارت ریاست له وروستیو اقداماتو څخه اعلان کړ او زیاته یې کړه: د ټیټ کیفیته نفتو واردات کولای شي ناوړه پایلې ولري، په ځانګړي ډول د چاپېریال ککړتیا، د وسایطو د عمر کمښت، د بازار ګډوډي، اقتصادي ستونزې او بشري/روغتیایي ستونزې.
نوموړي د ټیټ کیفیته تېلو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له ټولو نفت واردوونکو سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د کیفیت لرونکو تېلو پر وارداتو ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، د بی کیفیت خوراکي او طبي موادو په مخنیوي هم ټینګار وکړ او له ټولو سوداګرو څخه وغوښتنه وکړ چې خپلې ټولې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري. هغه د نفتو د اتحادیې ټولو مسؤلینو څخه د هیواد په بازار کې د تیلو او مایع ګاز د متوازن کولو په خاطر مننه وکړه او د افغانستان اقتصادي - تجاري اړیکې یې د نړۍ او سیمې هېوادونو سره مخ په ښه کېدو کې وبلل.
د اتاق لومړۍ مرستیال، د افغانستان سوداګریزو معاملو د ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د زیاتېدو لپاره د صادراتو په برخه کې د بسته بندۍ او نورو مسایلو د معیاری کول مهم وباله او له حکومتی چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د هېواد له خصوصي سکتور سره ډېرې همکارۍ وکړي.
 
 
 
 
چهارشنبه، غبرګولی ١٤مه،۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په موخه، د بین المللی کار سازمان (ILO) سره په همغږۍ، د کوچنیو او متوسطو شرکتونو (MSMEs) د ملاتړ لپاره پروژې په بریالیتوب سره په ننګرهار، لغمان او هرات ولایتونو کې تطبیق کړې دي.
 
دغه پروژې چې هدف یې MSMEs ته مالي او تخنیکي ملاتړ برابرول دي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تر مستقیم مدیریت، څارنې او تطبیق لاندې عملي شوي، چې لاندې موارد رانغاړي:
په لغمان او ننګرهار کې ۲۵ کوچني او متوسط شرکتونه د دې پروګرام لاندې راغلي چې مجموعي ۳۰،۰۰۰ امریکايي ډالره مرسته تر لاسه کوي او دغه برنامه لا هم روانه ده. همداراز په هرات کې ۱۱ شرکتونه د مجموعي ۴۲،۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت مالي مرسته ترلاسه کوي چې سروي او څېړنه یې بشپړه شوې او ډېر ژر عملي اقدامات پیلېږي.
په دې پروژو کې، د مالي تمویل مسؤلیت د بین المللی کار سازمان پر غاړه دی، خو د فعالیتونو د تخنیکي مشرتابه، تطبیق، عمومي مدیریت او مؤثر ارزونې مسؤلیت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته سپارل شوی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خپلو مسلکي ظرفیتونو او تخنیکي ټیمونو په وسیله، دا پروژې په شفاف، مؤثر او د خصوصي سکتور د حقیقي اړتیاوو پر بنسټ تطبیق کړې دي. دا بریالۍ تجربه نه یوازې د مستفیدو شرکتونو رضایت لوړ کړی، بلکې د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو لپاره یو مؤثر ماډل هم برابر کړی دی.
 
 
 
 
 
یکشنبه، ۲۵ جوزا ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...