د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلی توکل احمدیار، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې آذربایجان هېواد ته، د ایکو سازمان د سوداګریز فورم کې ګډون وکړ.
 
په دې سفر کې، د اتاق د مشرتابه غړی ښاغلي سلطان محمد صافي، د هېواد نومیالی تاجر حاجي زلګی عظیمی، او یو شمېر نور افغان پانګوال هم ورسره مل وو.
ښاغلي احمدیار د ایکو سازمان له غړو او د فورم له تنظیموونکو مننه وکړه او هېله یې وښوده چې دا ډول ناستې د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي.
نوموړي افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلونکي پُل په توګه یاد کړ او ویې ویل چې هېواد مو د خپل ژیو-استراتیژیک موقعیت له مخې کولای شي د ترانزیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.
هغه له ایکو غړو وغوښتل چې د ګډو پانګونو، ترانزیتی دهلېزونو جوړولو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخوالي له لارې دې د دوامداره پرمختګ زمینه برابره کړي.
دا ناسته د آذربایجان د فزیولی ښار کې ترسره شوه چې پکې د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو، د پاکستان، ایران، ترکیې، آذربایجان، قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان د سوداګرۍ اتاقونو رئیسانو او اقتصادي ادارو استازو ګډون کړی و.
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، چنګاښ ١١مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خپلو همکاریو د دوام په ترڅ کې له خصوصي لوړو زده‌ کړو مؤسسو سره، کارآموزي پروګرام چې یو میاشت مخکې یې د «جهان» او «جهان کابل» د لوړو زده‌ کړو مؤسسو د ۲۵ تنه محصلینو لپاره پیل کړی و، په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
 
په دې ښوونیز پروګرام د فراغت په مراسمو کې، ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، ښاغلی حنیف الله بشار، د «جهان کابل» د لوړو زده‌ کړو مؤسسې رئیس، د اتاق د بېلابېلو دیپارتمنټونو یو شمېر مسوولین، او همدارنګه د «جهان» او «جهان کابل» مؤسسو استادانو ګډون درلود.
ښاغلي پوپل د تحصیلي سکتور رول د هېواد د اقتصاد په ودې او بیارغونه کې مهم وباله، او هېله‌یې وښوده هغه محصلین چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په بېلابېلو دیپارتمنتونو کې یې یوه میاشتنی کارآموزي دوره یې تېره کړې، وکولای شي له ترلاسه شویو تجربو څخه په خپلو راتلونکو عملي کارونو کې ګټوره استفاده وکړي.
د جهان او «جهان کابل» د لوړو زده‌ کړو مؤسسو مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه د محصلینو د کارآموزۍ په برخه کې د تیرو کلونو د دوامداره همکاریو او په ځانګړي ډول د روان کال د ۲۵ تنو محصلینو د کارآموزۍ په برخه کې د بېلابېلو دیپارتمنتونو له ښې همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه، او غوښتنه یې وکړه چې دغه همکارۍ دې په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
 
 
 
 
 
 
دوشنبه، د چنګاښ ۹ مه ۱۴۰۴ کال
 
 

محترم خانجان الکوزی، د اتاق د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او محترم ضیاءالدین اچکزی، د مدیره پلاوي غړی او د اتاق د سوداګرۍ کمېټې رئیس، له محترم حاجي محمد غنی، د افغان-پاک ګډ اتاق مرستیال، او د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
ښاغلي محمد غنی او سوداګرو خپلې اوسني ستونزې چې د ترانزیت په برخه کې د تورخم او سپین بولدک په بندرونو کې وو د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلیو الکوزی او اچکزی، د ښاغلي محمد غنی او سوداګرو تود هرکلی ترڅنګ، د هغوی ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې اتاق به یې ستونزې د حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او هڅه به وکړي چې لازم رسیدګي ورته وشي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د چنګاښ ٤ مه ١٤٠٤ کال
 
 

د نوي کیدونکي انرژۍ د تولید فرصتونو د پېژندنې او ترویج په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ یو دوه ورځنی سوداګریز کنفرانس د کابل ګرانډ هوټل کې د اتاق د مشرتابه پلاوي، حکومتي چارواکو او د ملي او نړیوالو ادارو د استازو په ګډون ترسره شو.
 
د دې کنفرانس د پرانیستې پر مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د خصوصي سکتور د رول په اړه په تودو، اوبو او لمرنیو باندنیو انرژیانو کې خبرې وکړې او نوي کیدونکې انرژي یې د اقتصادي ودې، د کار پیدا کولو او د وارداتي برېښنا د اړتیا د کمولو لپاره یوه غوره موقع وبلله.
نوموړي د کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د همکارۍ لپاره د اتاق بشپړه چمتووالی وښود او له حکومته یې د تشویقي کڅوړو غوښتنه وکړه.
د کنفرانس په دوهمه ورځ، د اتاق مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي محمد یونس مهمند، خیرالدین مایل احمدي، خانجان الکوزی، عبدالمتین قلندری، احمدشاه حکیمي، میرزمان پوپل، کمین زاده، د نړیوالو ادارو مسؤولینو، د حکومتي سکتوري ادارو استازو او ګڼو پانګوالو او سوداګرو ګډون درلود.
ښاغلي مایل احمدي د نړیوالو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.
هغه خصوصي سکتور ته په لمرینې، تودې او اوبیزې انرژۍ کې د پانګونې بلنه وکره.
ښاغلي الکوزي، دا ډول کنفرانسونه د برېښنا تولید، د پانګونې فرصتونو پېژندنې، صادراتو زیاتوالي، زراعت د میکانیزه کولو، روغتیايي خدماتو او د تولیدي فابریکو د پراختیا لپاره مهم وبلل.
هغه له نړۍ وغوښتل چې سوداګرۍ له سیاست څخه جلا کړي.
ښاغلي قلندري، د برېښنا پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې برېښنا کولی شي زراعتي محصولات په سړه خونه کې وساتي او د چاپېریال له ککړتیا مخنیوی وکړي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغان خصوصي سکتور لګېدلو بندیزونو ته پاملرنه وکړي.
ښاغلي کمین زاده، د فابریکو فعالیتونو ته اشاره وکړه او د برېښنا نشتوالی او د پیسو لیږد ستونزې یې یادې کړې.
هغه له پانګوالو وغوښتل چې په یو موټي ډول د هیواد مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.
د غونډې په دوهمه برخه کې، یو شمېر ملي او نړیوالو ادارو چې په لمرینې انرژۍ کې کار کوي، خپل معلوماتي پرېزنتیشنونه وړاندې کړل، او همداراز یو افغان انجنیر د برېښنا تولید یوه یوه میګاواټه بید مصرف ماشین معرفي کړ.
په پای کې، ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق د لومړي مرستیال په توګه، د غونډې د دوو ورځو پایلې راټولې کړې، له ټولو ګډونوالو، د حکومتي سکتوري ادارو چارواکو او د اتاق له کارکوونکو یې مننه وکړه.
نوموړي ژمنه وکړه چې اتاق به د مطرح شویو موضوعاتو په عملي کولو کار وکړي او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې هم ورته ستر پروګرامونه د خصوصي سکتور، اتاق، او اړوندو ملي او نړیوالو ادارو په همکارۍ ترسره شي.
 
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د چنګاښ ٩مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، لومړی مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، ښاغلی خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاکستان ګډ اتاق رئیس، او ورسره ښاغلي احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی عبدالسلام کوهي د اتاق حقوقي سلاکار، ډاکتر سلطان او حاجي ګلاب خان صبري د افغان سمون شرکت مالکان، او صمیم هاشمي د دولت سره د اړیکو د څانګې مسئول هم حضور درلود، د افغان سمون ممیزو د پروسس فابریکې د کار، ماشینرۍ او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د افغان سمون شرکت له رهبرۍ څخه د هېواد دننه پانګونې له امله مننه وکړه او دا ډول فابریکې یې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د زراعت د میکانیزه کولو، صادراتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې. نوموړي ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د یاد شرکت د تولیداتو او د افغانستان د زراعتي محصولاتو لپاره د اروپايي او آسیایي هېوادونو بازارونو موندلو کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
ښاغلي الکوزي د هېواد د تولیدي فابریکو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا ډول فابریکې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.
همداراز، د اتاق مشرتابه پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د استالف له بازار، په ځانګړي ډول د دې ولسوالۍ له خټین لوښو او لاسي صنایعو څخه لیدنه وکړه او د دې ارزښتناکو صنایعو تولیدونکي یې وهڅول چې د امام ابوحنیفه (رح) په نوم په څلورمه ملي او نړیواله نندارتون کې برخه واخلي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
دوی ژمنه وکړه چې د استالف د خټین لوښو تولیدونکو لپاره به یو غرفه په وړیا توګه ځانګړی کړي.
یادونه باید وشي چې د افغان سمون ممیزو د پروسس فابریکه د استالف په ولسوالۍ کې، له کابل ښار څخه ۴۵ کیلومتره لرې موقعیت لري. د دې فابریکې د جوړېدو چارې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ۱۲۸ جریبه ځمکې په ساحه کې پیل شوې وې او شاوخوا ۸ میلیونه ډالر پانګونه پرې شوې ده. تمه ده چې دا فابریکه به ډېر ژر د حکومت د مشرانو او د خصوصي سکتور د غړو له خوا پرانیستل شي او رسماً به فعالیت پیل کړي.
 
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د چنګاښ ٣مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي د غړی ښاغلي سید پرویز سادات هوفیان او ښاغلي میر زمان پوپل د مالي او اداري مرستیال سرپرست په حضور کې، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره د مرکزي دفتر په مقر کې لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ولایت د خصوصي سکتور عمده ستونزې مطرح کړې او له مرکزي مشرتابه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند د ننګرهار د اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ننګرهار یې د هېواد له مهمو اقتصادي - سوداګریزو زونونو څخه وباله، چې د بډایه کانونو ظرفیتونه لري او د پاکستان سره د ترانزیت مهم وصل ټکی ګڼل کېږي. نوموړي د دې ولایت د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې د اتاق له خوا د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي پوپل د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره د صادراتو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د صادراتو د بهیر د لا شفافیت په موخه یې د ننګرهار د اتاق د عامل هیئت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
 
 
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ ۷مه
 
 

مقالات دیگر...