سوداګریز سفر

سوداګریز سفر

د کار نړیوال سازمان(ILO) وړاندیز کوي چی د کوویډ-۱۹ د پیښو پرمها باید دسفر مخنیوی وشی یا کم شی، کار ګومارونکی باید د سفر وروستي مشوری او محدودیت وګوری او ډاډ ترلاسه کړی چې کارګران په امن او روغتیا کی خپل سفرته ادامه ورکړی او کارګومارونکی باید په دوامداره توګه ګټی او خطر وارزوي چی کارمندانو ته اړین دی په خاصه توګه هغوی چی نړیوال سفرکوی او کارکونکی باید خبر شی چې د سفرتګلاری په  دوامداره توګه دبیا کتنی لاندی دې او ممکن د منظم بدلون سره مخ شی.

که چیری سفر حتمي وي نو کارکمارونکی باید لاندې مسلوته پام وکړی:

  • ډاډ ترلاسه کړی چې دواړه کارګمارونکي او کارمندان په هغه ساحو کې وروستي معلومات لري چیرې چې کوویډ-۱۹ خپرشوی دی.
  • د هغو کارمندانو څخه مخنیوی وکړی څوک چې ممکن د جدي ناروغۍ خطر ولری لکه زاړه کارګران او هغه چي طبی شرایط لري لکه د شکر ناروغۍ د زړه ناروغۍ او د سږو ناروغۍ هغو سیمو ته مه لیږی کوم کی چی کوویډ-۱۹ وبا خپره ده.
  • ډاډ ترلاسه کړی د هغو کارګرانو نه کوم چی سفرکوي هغه ځایونو ته په کوم کی چي د کوویډ -۱۹ د ککړتیا امکانات وی او په لاس را وړی د خوندیتوب ضروری وسایل لکه د مخ ماسک د لاس مینځلو مایع او نو.
  • کارکوونکی وهڅویي چي په منظم ډول خپل لاسونه ومینځی او لږ تر لږه یو متر د نورو خلکو څخه لیرې پاتې شیږ.
  • ډاډ ترلاسه کړۍ چی کارګران په پوره ډول پوهیږی چی څه وکړی او له چا سره اړیکه ونیسي او که دوی دسفر پر مهال ناروغه شی.
  • ډاډ ترلاسه کړۍ چي کارکونکي د ځایی چارواکو لارښوونو ته درناوی او اطاعت یی کوی او چیری چی دوی سفرکوي چیري چی دوی تګ راتګ کوی یا لویو غونډوکی ګډون کوی دڅایی محدودیتونو اطاعت پری اړین دی.