د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس د (بی پری ۱۰۰ ادارې) له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د "بی پری ۱۰۰ ادارې" له مسؤلینو هر یو ښاغلي انجنیر عبدالهادي، انجنیر کبیر محسني، انجنیر رحمتي ځاځی او انجنیر عبدالله نوابي سره د مدیره پلاوي دارالانشاء په دفتر کې لیدنه ترسره او د ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عبدالهادي د " بی پری ۱۰۰ ادارې " په اړه چې له روزل شویو متخصصو کدرونو څخه جوړه شوې ده په اړه يې مفصل معلومات وړاندې کړل او په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغان سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته د هڅولو او د روغتیا، صنعت او کرنې سکتورنو کې يې د متخصصینو د تخنیکي همکارۍ ډاډ ورکړ او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د" بی پری ۱۰۰ اداره " د حکومت د سکتوري ادارو له مسؤلینو سره معرفي کړي.

ښاغلي باز د " بی پری ۱۰۰ ادارې " مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د دې ادارې د استازو د راتګ او د دې ادارې د کاري پروګرامونو د ستایلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د ارتباطي پل په توګه یاد کړ او د حکومت له سکتوري ادارو سره يې د لیدنې لپاره لاره هوارولو برخه کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي د " بی پری ۱۰۰ ادارې " له مسؤلینو وغوښتل چې په افغانستان کې د ټولیز امنیت شتون، اداري فساد نه شتون او شته پانګه ایزو فرصتونو رښتونی تصویر نړیوالو ته څرګند کړي.

سه شنبه، وږي ۲۱مه، ۱۴۰۲