د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د موسیاد ادارې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په حضور کې د موسیاد ادارې له مسوولینو سره په آنلاین ډول لیدنه ترسره او د ترکیې په استانبول ښار کې د موسیاد نندارتون جوړیدو او په دغه نندارتون کې د افغان سوداګرو ګډون څرنګوالي په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د موسیاد ادارې مسؤلينو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته د موسیاد نړيوال نندارتون جوړولو برخه کې خپل پروګرامونه او چمتووالی تشریح کړ او په دغه نندارتون کې يې د افغان سوداګرو پر پراخ ګډون ټينګار وکړ. دوی د ټولو شرایطو د برابرولو او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو ډاډ ورکړ.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په ترکیه کې د موسیاد ادارې د ستر نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او په دغه نندارتون کې یې د افغان سوداګرو او پانګوالو د ګډون ډاډ ورکړ. هغه افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې ستونزې او په دغه نندارتون کې د غرفو لوړه بیه د افغان سوداګریز پلاوي د ګډون پر وړاندې اساسي ننګونې وبللې او د موسیاد له ادارې یې وغوښتل چې د پورتنیو ستونزو په حل کې پوره همکاري وکړي.

شنبه، وږي ۴مه، ۱۴۰۲