د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د کنمینګ کلني نندارتون څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمد یار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي هم حضور درلود، د سارک هېوادونو د کلني سوداګریز نندارتون څخه چې د بېلا بېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان سوداګرو او پانګوالو په پراخ ګډون سره ترسره شو، له یو شمېر ګډونوالو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئيس په چين کې د دغه شان ستر نندارتون له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د سارک غړو هېوادونو د توليداتو په معرفي کولو او د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پياوړتيا کې د دغه نندارتون رول مهم وباله او د دې سازمان په نورو غړو هېوادونو کې هم د دې ډول نندارتونونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي احمدیار له یو شمېر هغو افغان سوداګرو او پانګوالو سره خبرې وکړې چې په دغه نندارتون کې یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو او د هغوی ستونزې یې واورېدې. افغان سوداګرو افغان سوداګرو ته د ویزو نه ورکول، چین ته د پیسو د لېږد رالېږد په برخه کې د اسانتیاوو نشتوالی او د هېواد په بندرونو کې د لازمو اسانتیاوو نشتوالی له لویو ننګونو څخه وباله او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه یې د لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.

یکشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۴۰۲