د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست په هندوستان کې د افغان جنرال قونسل سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې چې د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، په هندوستان کې د افغان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د فرصتونو او ننګونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، په نږدې راتلونکي کې په بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو د نندارتون د جوړولو په اړه خبرې وکړې او په ممبۍ کې يې د افغانستان له قونسل څخه وغوښتل چې افغان او هندي سوداګر او پانګوال وهڅوي څو په دې نندارتون کې ګډون وکړي.

ښاغلي هوتک په افغانستان کې د پانګونې د ښه فرصتونو یادونه وکړه او د افغان سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې او په ممبۍ کې د هندي سوداګرو سره د افغان سوداګرو یو لړ سوداګریزو ستونزو ته په اشارې سره یې د حل په برخه کې د افغانستان د قونسلګرۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

مېرمن وردګ د هند په ممبۍ ښار کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د انلاین ناستو په جوړولو سره به خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
نوموړې د افغان سوداګرو د ويزو د ترلاسه کولو ستونزې په اړه وويل: دا موضوع يې په ډهلي کې د افغانستان د سفارت له لارې له هندي چارواکو سره شريکه کړې او هڅه به وکړي چې ياده ستونزه هواره کړي.

چهارشنبه، زمري ۲۱مه، ۱۴۰۲