د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د کرنې او خوراکي توکو په برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار چې د قزاقستان په نړیوال نندارتون او سوداګریز پیوستون کنفرانس کې د ګډون په موخه استانه ته تللی دی، د اسلامي همکاریو د سازمان له چارواکو سره په جلا جلا لیدنو کې د کرنې او خوراکي توکو، د پاکستان په فیصل اباد ښار کې د دې ادارې د کنفرانس او د افغان سوداګرو د ګډون په اړه یې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده هم حضور درلود، د اسلامي همکاریو سازمان مسؤلینو د کرنې او خوراکي توکو په برخه کې او د پاکستان د فیصل آباد د کنفرانس په اړه چې د کرنې په برخه کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون جوړېږي، معلومات ورکړل او د اتاق له عمومي رئیس څخه یې وغوښتل چې په دې کنفرانس کې د څلویښتو افغان سوداګرو د ګډون تخنیکي همکاري وکړي.

ښاغلي توکل احمدیار د دغه کنفرانس د جوړېدو هرکلی وکړ او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو او په دغه کنفرانس کې د افغان سوداګرو د ګډون د زمینې د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، زمري ۱۱مه، ۱۴۰۲