د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د درملیزو خدمتونو اتحاديې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي يې ملتیا کوله د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحاديې رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ سره لیدنه ترسره او د درملیزو خدمتونو قوانینو او کړنلارو کې د تعدیل او د روغتیا سکتور مالیاتو تاديې په اړه یې خبرې اترې وکړې.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستيال په خوست ولايت کې د سرطان د درملنې د روغتون د جوړولو د پيل يادونې په ترڅ کې، د افغانستان د روغتيايي سکتور له ټولو غړو او د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې په دې برخه کې ونډه واخلي.

ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکټور د مالیې د سیستم او د مالیاتو د ورکړې په اړه خبرې وکړې او وې ویل "موږ هڅه کوو چې څنګه وکولای شو د مالیې په سیستم کې د یوې واحدې مالیې د ورکړې پر بنسټ لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو."

ښاغلي مهمند د کابل – ارومچي د الوتنو د بیا پیل اعلان په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر د ښه والي لپاره یو مثبت ګام وباله.

نوموړي د درملیزو خدمتونو له اتحادیې څخه وغوښتل چې د درملو واردولو برخه کې د درملو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د بې وزله خلکو سره د درملنې په برخه کې د مرستې کولو له لارې، خپل ایماني مسؤلیت ادا کړي.

سربیره پردی، ښاغلي مهمند په سیمه ایزه او نړیواله کچه د سوداګرۍ رامنځته کول او وده ورکول، د خلکو لخوا د ملاتړي صنعت لرل او د په خپلو پښو ولاړ حکومت لرل د خصوصي سکتور لیدلوری وباله او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق يې د ستونزو حل برخه کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ د وصل نقطې په توګه یاد کړ.

چهارشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۴۰۲