د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په مالیاتي چارو کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په مطبوعاتي ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي احمد شاه حکیمي، لوړو پوړو حکومتي چارواکو، د کرنې او صنعت او کانونو اتاقونو مشرتابه پلاوو غړو، د هېواد سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود، په مالیاتي چارو کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په مطبوعاتي ناسته کې ګډون وکړ.

ښاغلي مهمند په مالیاتي چارو کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او سوداګرو او پانګوالو ته د معیاري میکانیزم جوړولو لپاره د ماليې وزارت او حکومت د هڅو او همکاریو ستایلو ترڅنګ، د هېواد پرمختګ په مالیاتي چارو کې لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، ټرانزیټ، صنعت او کرنې پوری تړلی وباله او د حکومت له اړوندو ادارو يې وغوښتل چې د هېواد له خصوصي سکتور سره لا ډیره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د حکومت لخوا تولیدي سکتورونو ته د تشویقي کڅوړو رامنځته کولو غوښتنه وکړه او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د قانوني لارو چارو پیداکولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

سربیره پردی، ښاغلي مهمند ډاډ ورکړ چې اتاق به د هېواد سوداګر په بیخبنسټیزو، کانونو او نورو عام المنفعه پروژو کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

دوشنبه، غويي ۲۵مه، ۱۴۰۲