د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق دار الانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي محمد ګردیزي او جان آقا صادقي، د بهرنیو چارو، کرنې، سوداګرۍ او صنعت او اقتصاد وزارتونو معینانو، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتي اتاقونو رئیسانو او د لوګر او کابل والیانو په "سویل ختیځو ولایتونو کې د پانګونې فرصتونه او ننګونې" کنفرانس کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د یاد کنفرانس جوړولو برخه کې د لوګر ولایتي اتاق د هڅو ستایلو ترڅنګ، وویل "لوګر ولايت د طبيعي زېرمو په ځانګړي ډول د مسو، سرو زرو او قيمتي ډبرو له پلوه بډايه دى او له کورنيو پانګوالو يې وغوښتل، چې په دغه ولايت کې د کانونو د استخراج، د کرنې ميکانيزه کیدو او نورو برخو کې پانګونه وکړي."
ښاغلي مهمند د یوه هېواد پرمختګ په صنعت او سوداګرۍ پورې تړلی وباله او له دولتي چارواکو یې د هېواد په ولایتونو په ځانګړې توګه د هېواد په سویل ختیځو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتي اتاقونو رئیسانو د صنعتي پارکونو نشتوالى، د معياري ټرانزيټ نشتوالى، د تازه مېوو او سبزيجاتو لپاره د سړو خونو نشتوالى، د مېوو او سبزيو د مارکېټونو نشتوالى او په بندرونو کې د معیاري لابراتوار نشتوالی يې خپلې عمده ستونزې وبللې او په اړه یې له دولتي چارواکو څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال په هېواد کې د پانګونې لپاره د ټولیز امنیت شتون او د اداري فساد له منځه تلل یو ښه فرصت وباله او له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال د دغه شان کنفرانس جوړولو له امله د لوګر ولایتي اتاق هڅې وستایلې، د هېواد په آبادۍ او رغونه کې يې د افغان خصوصي سکتور رول مهم وباله او سوداګرو او پانګوالو ته يې د سیمې او نړۍ هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.پنجشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۴۰۲