د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوی رئیس او مرستیالان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شول

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمندو د کندهار اتاق مدیره پلاوي غړو، د سپین بولدک پخواني رئیس او مرستیالانو او سوداګرو او پانګوالو په حضور کې، د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوی رئیس او مرستیالان معرفي کړل.  

ښاغلي محمد یونس مهمند د سپین بولدک اتاق د پخواني رئیس د هڅو ستایلو او د نوي رئیس او مرستیالانو د ټاکلو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه: د سپین بولدک اتاق نوی رئیس او مرستیالان د دغه اتاق د داخلي غړو د پرېکړې، د مرکزي اتاق د پرېکړې، د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزير او د کندهار اتاق مشرتابه پریکړې له مخې وټاکل شول او نوی رئيس او مرستيالان به يې خپل کار ته د ټاکنو د طرزالعمل تر نهایی کیدو پورې دوام ورکوي.

ښاغلي مهمند د حکومت د مشرتابه د وروستي فرمان هرکلی وکړ او د هېواد له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل، چې خپلې مالیې چې د دولت د تمویل یوازینۍ سرچینه ده، پر وخت تحویل کړي. نوموړي د کندهار له والي څخه مننه وکړه، چي د خصوصي سکټور له غړو سره يې پرله پسې همکاري کړې ده.

ښاغلي مهمند د مالیې وزارت له لوري د مالیې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په نږدې راتلونکي کې د ښي لاسي موټرو د ستونزو د حل اعلان وکړ او د هېواد له سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي. د سوداګرۍ او پانګونې بهیر ګړندی کول. نوموړي د سپین بولدک د سوداګرۍ اتاق د پخواني رئیس او د مرکزي اتاق د سوداګرۍ کمېټې له رئیس ښاغلي ضیاالدین اچکزي څخه د دوی د ارزښتناکو خدمتونو په تړاو مننه وکړه.

محترم مهمند د سپین بولدک د سوداګرۍ او صنایعو پانګونې مدیره پلاوي پخواني رئیس ته د ستاینلیک په ورکولو سره د دوی د کارونو ستاینه وکړه او د دغه اتاق نوي رئیس ته یې په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

دوشنبه، وږي ۲۰مه، ۱۴۰۲