د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او عصمت الله وردګ، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د مرکزي اتاق یو شمیر نورو مسؤلینو هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د هرات ولایتي اتاق د کړنو د څارنې او ارزونې ترڅنګ، د یاد اتاق د مشرتابه او عامل پلاوو له کارکونکو سره لیدنه ترسره کړه او د دوی د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي زاده د دغه ولایت د سوداګرو او پانګوالو ستونزې د مرکزي اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او وې ویل: د مالیې وزارت د وروستۍ پرېکړې له مخې د هرات ولایت د لویو مالیه ورکوونکو مالیاتي اسناد دې د بیا کتنې لپاره مرکز ته ولیږل شي، دې مسئلې ډېر وخت ضایع کړی او لویې ستونزې یې رامنځ ته کړې دي، موږ غواړو چې د لویو شرکتونو مالیاتي اسناد د هرات ولایت دننه تر څیړنې لاندی ونیول شي.د هرات ولایتي اتاق اجرایئوي آمر ښاغلي محمد یوسف امین د تیر کال په ترڅ کې د خصوصي سکتور لپاره د دې اتاق د فعالیتونو او خدمتونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.د هرات ولایتي اتاق د مسوولینو د راپورونو، ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د مرکزي اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي خبرې وکړې او ویې ویل: د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرو او پانګوالو لپاره د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.نوموړي د لویو شرکتونو د مالیاتي اسنادو د څیړنې په برخه کې د ستونزو په اړه وویل: "موږ به دا موضوع د حکومت له اقتصادي کمېسیون سره شریکه کړو، څو معقول حل ورته ولټول شي."د مرکزي اتاق د مدیره پلاوي غړیو د هرات ولایتي اتاق عامل پلاوي مسؤلینو ته لازمې او واضحه لارښوونې وکړې څو د هرات ولایتي اتاق د ستونزو د حل په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.