د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي په حضور کې د سمنټو له واردونکو سره لیدنه ترسره او د دوی د ګمرکي ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د سمنټو واردوونکو له پاکستان څخه د سمنټو پر وارداتو د ګمرکي محصول سل په سلو کې زیاتوالی، د کراچۍ بندر ته د افغان سوداګرو د یو شمېر مالونو پر ننوتلو بندیز او د پاکستان څخه د افغان سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د خروج لپاره د معین او مشخص وخت نه ټاکل یاد کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د دوی ستونزې له اړوندو دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي الکوزي د پاکستان د دولت له لوري د (اپټا) د تړون څخه سرغړونه د نړیوالو سوداګریزو کنوانسیونونو خلاف عمل وباله او د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ یې د پورته یادو ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې په افغانستان کې د ایران سوداګریز مرکز له مسؤلینو آغلې سمانه عبدالحی راضي او ښاغلي آذري سره لیدنه ترسره او د افغانستان – ایران ترمنځ د ګډ سوداګریزو مرکز جوړیدو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي آذري په افغانستان کې د ایران د سوداګریز مرکز په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او له اتاق سره یې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ د ګډ نندارتون په جوړولو کې د سوداګریزو همکاریو د هوکړه لیک پر لاسلیک ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د دغه ډول سوداګریزو مرکزونو جوړول د سوداګرۍ د ودې، اقتصادي ودې او د دواړو هېوادونو د محصولاتو د معرفي کولو په برخه کې مهم وبلل او د سوداګریز مرکز پر معیاري کولو، د فزیکي ادرس، مشخصو خدمتونو او د افغانستان او ایران دولتونو لخوا د قانوني جواز پر برابرولو ټینګار وکړ. نوموړي د دغه ډول مرکز د جوړولو په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې، د صنعت او کانونو اتاقونو رئیسانو هم حضور درلود، د خصوصي سکتور ستونزو حل ګډې کمېټې دویمه ناسته کې د ګډون کولو ترڅنګ، د سوداګریزو شرکتونو مالیاتي اسنادو څیړنې ستونزې، د مالیاتي اسنادو د څیړنې څرنګوالي برخه کې ستونزې او د مالیاتو د سنجش په سیستم (اسیکیودا) کې د اصلاحاتو رامنځته کول د ګمرکونو معینیت له مشرتابه سره شریک کړل.
 
د عوايدو د عمومي رياست د څيړنې رئيس د سوداګريزو شرکتونو د مالياتو د ورکړې په برخه کې د شته ننګونو، د سوداګريزو شرکتونو د اظهار نامو د وړاندې کولو د لارو چارو او په خامو موادو باندې د ماليې په برخه کې د لازمو تعديلاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل ګډې کمېټې د پورتنیو ستونزو په له منځه وړلو کې د عوایدو له عمومي ریاست سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مایل د عوایدو د عمومي ریاست له خوا د مالیاتو په برخه کې د ۰.۵ سلنې څخه د پورته خوراکي توکو د مالیاتو د قانون پر تعدیل او د هغې پر کمولو ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو شرکتونو د هڅونې په برخه کې د خپلو مالیاتو د ورکړې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي شیرین آغا سخي د هېواد د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو د حل په برخه کې د حکومت له هڅو څخه د هرکلي ترڅنګ د مالیاتي اسنادو د بیا کتنې برخه کې شته ستونزې مطرح کړې او د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي خان جان الکوزي د کابل-شانګهای هوايي دهلېز د بیا پیل او د افغانیو د ارزښت په ثبات کې د هغې د رول د یادولو په ترڅ کې د کراچۍ بندر له لارې د هېواد د ټرانزیټ په برخه کې شته ستونزې مطرح کړې او د مالیاتي اسنادو د بیا کتنې په اړه یې خبرې وکړې.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲

د افغاستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي محمد انور عارفي د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ پراختیا خدمتونو ډيپارټمنټونو مسؤلینو په حضور کې د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) له مسؤلینو سره د عامل پلاوي په دفتر کې لیدنه ترسره او د هېواد په ولایتونو کې د یادې مؤسسې د پروژو د تطبیق او د اتاق د همکارۍ په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د ماشومانو د ساتنې ادارې مسؤلينو د يادې ادارې له خوا د هېواد په ولايتونو کې د کرنيزو پروژو د سروې په ځانګړي ډول د کروندګرو ښځو د ستونزو د څېړلو او په دې پروژو کې د هغوى د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې یادې ادارې پخوا هم د هېواد په پنځو ولایتونو کې ورته سروې ګانې ترسره کړي او دا ځل غواړي چې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې سروې وکړي. دوی له اتاق څخه وغوښتل چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د اتاق د آسانتیاوو په پام کې نیولو سره د دوی سره د سروې په ترسره کولو کې مرسته او همکاري وکړي.

ښاغلي عارفي د ماشومانو د ساتنې ادارې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اتاق د فعالیتونو په ځانګړي ډول د بېلابېلو سروې ګانو او په مرکز او ولایتونو کې د ښځینه متشبثینو د فعالیتونو د ملاتړ په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، اتاق د سروې په ترسره کولو برخه کې کافي تجربه لري او کولی شي چې د ماشومانو د ساتنې ادارې سره  د دې سروې په تطبيق کې مهم او بنسټيز رول ولوبوي.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او د دولت د اړوندو ادارو د همکارۍ په پایله کې او کام ایر او اریانا هوايي شرکت ترمنځ د نوي تفاهم پر بنسټ د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د هوايي کارګو درېیمه مستقیمه الوتنه د چین شانګهای ښار ته ترسره شوه.

د هوايي دهلیز پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او محمد داود یوسفزي، د کابل نړیوال هوايي ډګر، کام ایر او آریانا افغان هوايي شرکتونو رئیسانو، حکومتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی وه.  

ښاغلي مهمند د پرانیستې په مراسمو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هوايي دهلېز رول د سوداګرۍ پراختیا او د هېواد اقتصادي وده کې اړین وباله او زیاته یې کړه چې، له نیکمرغه دا ځل د کابل – شانګهای هوايي دهلیز د افغاني شرکتونو له لوري په فعالیت پیل وکړ.

ښاغلي مهمند د سیمې له هېوادونو سره پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ او د سیمې له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د سوداګرۍ او ټرانزیټي مسایلو په برخه کې له نړیوالو کنوانسیونونو سره سم عمل وکړي.
 نوموړي د هرات د پرونۍ زلزلې له قربانيانو او کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې له خپلو هېوادوالو سره د دغې زلزلې له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته او همکاري وکړي.

د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال د هېواد په اقتصادي ثبات کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په اقتصادي ثبات کې د نورو افغانانو په څیر د پام وړ رول ولوبوي.

یکشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مالي چارو رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني په افغانستان کې د ایران اقتصادي پلاوي په ناسته کې د ایران جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي حسن قمي کاظمي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم معین او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان او ایران ترمنځ د بې سابقې سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او دا ډول ناستې یې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت وباله.
نوموړي له ایران څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان پر صادراتي اقلامو ترجیحي تعرفې وضع کړي.  

ښاغلی مهمند په هېواد کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو د کښت مخنیوی په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وګڼل او د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزه کیدو، د روغتیا سکتور، د انرژۍ د تولید او چابهار بندر کې د افغان او ایراني سوداګرو د ګډې پانګونې غوښتنه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سیمې د امنیت په ټینګښت کې د هېواد د اقتصاد ثبات مهم وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ټینګښت غوښتنه وکړه.

ښاغلي کاظمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په ځانګړي ډول په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو، د روغتیايي سکتور د ظرفیت لوړولو، د دواړو هېوادونو په پولو کې د آسانتیاوو رامنځته کول، او د ایران د اورګاړي پټلۍ په واسطه د افغانستان د سوداګریزو توکو لیږد یادونه وکړه او د افغانستان او ایران په پولو کې یې د افغان – ایراني سوداګرو پر ګډې پانګونې ټینګار وکړ.

دوشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...