د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
 
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نړیوالو اړیکو مسوول ښاغلي عبدالمتین غالب او د روسیې سفارت سوداګریز آتشه ډاکټر نیکولای هم حضور درلود.
په پیل کې، ښاغلي مهمند د افغانستان له خصوصي سکټور سره د روسیې د سفارت د همکاریو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. هغه په ځانګړې توګه د روسیې بازارونو ته د افغانستان د صادراتي محصولاتو لکه تازه مېوې، وچې مېوې او زعفرانو ارزښت ته اشاره وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په اړه چې هر کال په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا جوړیږي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د روسیې له سفیر څخه یې وغوښتل چې د روسیې سوداګر وهڅوي چې د ۱۴۰۴ کال په دغه مهم نندارتون کې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، په افغانستان کې د پخوا په پرتله د پانګونې زمينه لا پیاوړي شوې، ځکه بشپړ امنيت تامين شوى، د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلى او فساد له منځه تللى دى.
روسیې سفیر، د روسیې کازان ښار ته د افغانستان د خصوصي سکتور د یوه پلاوي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او په دغه سفر کې یې د افغان سوداګرو پر حضور ټینګار وکړ. نوموړی، همداراز ژمنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتولو لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.
 
 
 
چهارشنبه، د کب ۲۹ مه ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال، د دغه هېواد لوړپوړو چارواکو، د خصوصي سکتور غړو او نړیوالو بنسټونو استازو په حضور کې، د ترکمنستان ٢٠٢٥ پانګونې فورم کې ګډون وکړ.
 
دغه فورم د داخلي او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې فرصتونو او اسانتیاوو د معلوماتو وړاندې کولو، د ګډو پانګونو د چارو برابرولو، د پانګونې قانوني چوکاټ او میکانیزم وضاحت، د کورنیو تولیداتو احصائیه، د تېر کال اقتصادي وده او راتلونکو پلانونو د تشریح په موخه جوړ شوی و.
په دې پروګرام کې د ترانسپورت، انرژۍ، مخابراتو، الکترونیکي سوداګرۍ او د بانکي تضمینونو د صادرولو په برخو کې بحث او نظرونه تبادله شول.
همداراز، ښاغلي احمدیار د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال سره تعارفي لیدنه وکړه او پدې کتنه کې یې د افغانستان د خصوصي سکتور لاسته راوړنې او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې توضیح کړې.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲۸مه،
 
 
 
 
 
 
 

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړه او په ترکمنستان کې د افغانستان له سفیر، ښاغلي فضل محمد صابر سره وکتل.
 
ښاغلي صابر، ښاغلي احمدیار ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په یاد هېواد کې د افغانستان سفارت د هڅو په اړه مفصل معلومات ورکړل، چې موخه یې د خلکو، سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
ښاغلي احمدیار، د سفارت د هڅو ستاینه وکړه او د سوداګرو ستونزې، په ځانګړي ډول له ترکمنستان څخه د تیلو د وارداتو ستونزې، له ښاغلي سفیر سره شریکې کړې، او د دې ستونزو د حل لپاره یې د مسؤلینو جدي پاملرنه وغوښته.
همداراز، ښاغلي احمدیار، سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونه د هېواد د ودې لپاره مهم وبلل او له ښاغلي صابر یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي لپاره همکاري وکړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د کب ۲٧مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تورخم دروازې د بیا پرانستلو د هڅو په لړ کې خپله دویمه غونډه د اتاق د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په مشرۍ په داسې حال کې چې د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، د ننګرهار د سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي حضرت علی هډوال، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب‌الله صافي او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود، د پاکستان د سوداګریزو اتاقونو فدراسیون مرستیال ښاغلي محمد جواد کاظمي، د خیبر پښتونخوا د صنایعو د اتاق رئیس ښاغلي محمد یوسف افریدي، او یو شمېر پاکستانی سوداګرو سره د ۱۴۰۳ کال د کب د میاشتې په ۲۷ نیټه په تورخم دروازه کې ناسته ترسره کړه.
 
په دې ناسته کې د دواړو لورو قومې مشرانو د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د تورخم لارې په بندېدو د منفي اغېزو او د خلکو پر سوداګریزو ستونزو، ننګونو خبرې وکړې او د سوداګرۍ اتاق له لومړي مرستيال او د دواړو هېوادونو له حکومتی چارواکو يې وغوښتل چې د يادې پولې پرانېستلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د تورخم بندر په اهمیت او د سیمې په اقتصادي وضعیت کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او د افغانستان - پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا یې ټینګار وکړ، ځکه د دوی په وینا د دې لارې بندېدو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړو ته په میلیونونو ډالره زیان اړولی او د تورخم دروازه باید د تل لپاره د سوداګریزو مالونو او د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.
 
 
 
 
سه شنبه، د کب ۲۸ مه ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې عشق‌آباد، ترکمنستان ته، د هېواد د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا، د ترکمنستان د خصوصي سکتور نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
په دې مراسمو کې د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال، د دغه هېواد لوړپوړي مقامات، په عشق‌آباد کې د افغانستان سفیر، او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړي هم حضور درلود.
ښاغلي احمدیار د نندارتون له بېلابېلو برخو او تولیداتو لیدنه وکړه او له یو شمېر غرفه‌دارانو سره یې د دوه اړخیزو همکاریو او د خصوصي سکتور د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه خبرې وکړې.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، دا ډول نندارتونونه د تولیداتو د معرفي کولو او د کورنیو محصولاتو د بازار موندنې لپاره مهم وبلل او په کابل او عشق‌آباد کې د ګډو نندارتونونو د جوړولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
 
 
 
 
دوشنبه، د کب ۲۷مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د یو شمېر سوداګرو په حضور کې له محترم مرگن قوردوف سره وکتل او د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي او ګډو پانګونو په اړه یې بحث وکړ.
 
ښاغلي قوردوف، ښاغلي احمدیار ته د ترکمنستان د خصوصي سکتور نندارتون ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد نندارتون، د پانګونې د پراختیا فورم، او د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د هڅو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
ښاغلي قوردوف، افغانستان د ترکمنستان مهم سوداګریز شریک وباله او ژمنه یې وکړه چې د افغان سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د افغان پانګوالو د جلب لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، ترکمنستان یې د افغانستان له نېکو ګاونډیانو څخه یاد کړ او د دواړو هېوادونو د دیني او کلتوري ګډو ارزښتونو ته په اشاره، د ترکمنستان اتاق له رئیس یې وغوښتل چې پانګوال وهڅوي ترڅو د ترکمنستان د برېښنا له انرژۍ په ګټې اخیستنې د افغانستان د سترو کانونو په استخراج او پروسس کې پانګونه وکړي.
ښاغلي احمدیار، همداراز د افغان سوداګرو ستونزې، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو واردات، له ښاغلي قوردوف سره شریکې کړې او د دې ستونزو د حل او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه یې وکړه.
نوموړي، د دې لیدنې په څنډه کې د ترکمنستان له یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل او د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي، ګډو پانګونو، او د سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه یې ورسره بحث وکړ.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د کب ۲۷مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...