د طوطي میدان د ګازو د ساحو د سپړنې او استخراج عملي کار د افغانستان او ازبیکستان د لوړ پوړو حکومتي پلاوو له لوري، د عنایت الله صدیقزی د اتاق خدماتي مرستیال، د اتاق د مشرتابه پلاوي د یو شمېر غړو، ښاغلي آذرخش حافظی د ایکو سازمان دسوداګرۍ خونو پخواني رئیس او د هېواد د یو شمېر تکړه سوداګرو او پانګهوالو په حضور کې پرانېستل شو.
د یادونې وړ ده چې د طوطي میدان پروژه د جوزجان ولایت د آمو سیند په حوزه کې موقعیت لري چې د ګازو ساحې یې له ۷۵۰۰ کیلومتره مربع څخه زیات مساحت لري او په کې ۳۰ ژورې څاګانې موندل شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې د سپړنې او استخراج قرارداد د ۲۵ کلونو لپاره د «ایریل کام» شرکت سره شوی دی. دغه شرکت به د پروژې په لومړیو لسو کلونو کې یو میلیارد امریکایي ډالره پانګونه وکړي.
نوموړې پروژه د سلګونو کسانو د کار موندنې وړتیا لري.