د اتاق عمومي رئیس په ترکیه کې د افغان سوداګرو د اتحادیې له رئیس او یو شمېر مطرح سوداګرو سره وکتل

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، په ترکیه کې د افغان سوداګرو د اتحادیې له رئیس ښاغلي احسان الله کامه‌وال او یو شمېر مطرح سوداګرو سره د اتاق په عمومي ریاست کې وکتل.
 
ښاغلي کامه‌وال د هېواد په بندرونو کې د سوداګرو د عمده ستونزو په ځانګړي ډول د تورخم د لارې یادونه وکړه او له عمومي رئیس یې غوښتنه وکړه چې د ډریورانو لپاره د ویزو د صادرولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي او د موجودو ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د اړیکو پل وباله او د هېواد د ټولو سوداګرو پر اتحاد او اتفاق یې ټینګار وکړ. نوموړي له ښاغلي کامه‌وال څخه وغوښتل چې ټولې ستونزې په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري تر څو د اړوندو حکومتي مقاماتو سره شریکې شي.
 
 
یکشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۴