د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلی آرین زلگی اعظمي، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي حاجي حبیب الله په شتون کې، د ګلاب طاهر ګروپ د کمپنیو له عمومي رئیس ښاغلي حاجي ګلاب خان او د PPS قطعې له مرستیال ښاغلي حاجي عبدالله سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل.
د ګلاب طاهر ګروپ د کمپنیو عمومي رئیس، د خپلې فابریکې په اړه چې په استالف ولسوالۍ کې موقعیت لري، د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو د حل لپاره یې د اتاق مرستې وغوښتې.
ښاغلي اعظمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د یادې فابریکې د ستونزو په حل کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
پنجشنبه، د وږي ١٣مه، ۱۴۰۴