د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګیدو له امله ۱۲۵۴ سودګریزې لارۍ سوزیدلي. اسناد يې د هرات ولایتي اتاق له لوري راټول او د جبیرې په موخه يې د څیړنې پلاوي ته سپارلي دي. له هغه وروسته شاوخوا دوه میاشتې تیریږي او له بده مرغه د پورتني یاد شوي تاوانونو د جبران لپاره هیڅ ګام نه دی پورته کړی شوی.
د همدې موخې لپاره د موټر چلونکو اتحادیې او یو شمیر موټر چلونکو په هرات ولایت کې لاریونونه وکړل او د هغوی د زیانونو د جبران په موخه يې د اسلام قلعه او تورغندۍ بندرونو ته غځېدلې لویې لارې د دریو ورځو لپاره د بابري موټرو په مخ وتړلې. دوی ګواښ کوي چې که چیرې دولت ددوی غوښتنو ته ځواب ونه وايې، دوی به د میرداود لویه لاره چې د هېواد نورو ولایتونو ته غځیدلې ده، د وسایطو پر مخ وتړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان له حکومت څخه د وارد شوي زیان د جبران غوښتنه کوي.