د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوی رئیس وګمارل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ننګرهار ولایت مقام مرستیال، د یاد ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړو، د ننګرهار یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په حضور کې، د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړو ترمنځ ټاکنې ترسره چې په پایله کې ښاغلي عتیق الله مؤمن زاده د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوي رئیس په توګه انتخاب او معرفي شو.

ښاغلي مهمند د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پخواني رئیس ښاغلي ګلمراد عرب د خپلې دندې په موده کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې د هغه د ښو هڅو ستاینه وکړه او له نوي رئیس څخه یې غوښتنه وکړه چې د هېواد د خصوصي سکتور د پياوړتيا او په ځانګړې توګه د ننګرهار ولايت د پياوړتيا په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د هېواد د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګونه وستایل او د ختیځو ولایتونو له سوداګرو یې وغوښتل چې د ننګرهار د سوداګرۍ اتاق له نوي رئیس سره ښه همکاري وکړي.

د ننګرهار د والي مرستیال له ولایتي ادارې سره د خصوصي سکتور د ستونزو د شریکولو او د ختیځو ولایتونو د خصوصي سکتور د غړو د ویاړلو په خاطر د ښاغلي ګل مراد عرب د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د خصوصي سکتور پر یووالي یې ټینګار وکړ.

ښاغلي مؤمن زاده په ده باندی د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړو، سوداګرو او پانګوالو باور وستایه او په ختیځ زون کې یې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د لا زیاتو هلو ځلو ډاډ ورکړ.

دوشنبه، کب ۷مه، ۱۴۰۲