د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د تورخم له مسؤلینو سره د افغان سوداګرو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په موخه، لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تورخم ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب يې ملتیا کوله د تورخم څخه لیدنه ترسره او د افغان سوداګرو ستونزې يې د تورخم له مسؤلینو سره شریکې کړې.

ښاغلي مهمند په تورخم کې د وارداتي او صادراتي اموالو لېږد رالېږد ته اسانتیاوې،د ګمرک او افغانستان بانک په څلرویشت ساعته خدماتو ټینګار،وارداتي کانتینرو کې د صادراتي اموالو  بېرته لېږد مخنیوي،د اموالو د زیات وزن ښودلو تلې ستونزې اساسي  حلول،خصوصي بانک فعالیت ته زمینه سازي او په یوشمېر نورو سوداګریزو موضوعاتو خبرې وکړې او په یادو برخو کې يې د عملي ګامونو پورته غښتنه وکړه.

په دغه ناسته کې د ملي سوداګرو یوشمېر استازو هم ګډون کړی و، چې د صادراتي او وارداتي  اموالو په محصول او نورو برخو کې شته ستونزې یې له مسولینو سره شریکې کړې او مسؤلینو هم یادو ستونزو د حل لارو پیداکولو او تورخم کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.

یکشنبه، کب ۶مه، ۱۴۰۲