د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په ترکیه کې د مېشتو افغان سوداګرو اتحاديې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په ترکیه کې د مېشتو افغان سوداګرو اتحاديې له رئیس ښاغلي عزت الله سادات سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره، او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د پانګونو جلب په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند ښاغلي سادات ته د ښه راغلاست پرمهال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه "د ټولیز امنیت شتون، د اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو د کښت مخنیوي په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ښو فرصتونو رامنځته کولو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا او غښتلتیا ته لار هواروي.
نوموړي له ښاغلي سادات څخه وغوښتل چې په ترکيه کې مېشت افغان سوداګر او ترکي سوداګر وهڅوي چې له افغان سوداګرو سره ګډ نندارتونونه، پانګونې او سوداګريزې غونډې جوړې کړي.

ښاغلي سادات د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هغه کړنې او لاسته راوړنې چې له څو کلونو راهیسې یې په هېواد کې ترسره کړي او تل یې د هېواد د خصوصي سکتور او سوداګرو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې لټولي دي، وستایلې، او ډاډ یې ورکړ چې په ترکیه کې مېشت افغان سوداګر او ترکي سوداګر به د افغانانو سره ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو جوړولو په موخه، وهڅوي.

 

یکشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۴۰۳