د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د بلخ ولایتي اتاق له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د بلخ ولایتي اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي اسدالله اسدي، د بلخ اتاق سلاکار ښاغلي حاجي اجمل قادري، د بلخ اتاق اجرائیه آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري، د غله جاتو اتحاديې رئیس ښاغلي محمد یاسین او د یاد ولایت سوداګرو او پانګوالو سره لیده کاته وکړل.

ښاغلي اسدالله اسدي بلخ ولایت ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال د راتګ هرکلي کولو ترڅنګ، نوموړي ته د بلخ ولایت د خصوصي سکتور غړو ته د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو او د صادراتي توکو اسنادو طی مراحل پروسه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د بلخ اتاق هڅو او فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل او د اورګاډي درولو او له امله يې د جرمانو د رامنځته کیدو ستونزې ورسره شریکې کړي.

ښاغلي مهمند د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د دغه ولایت د خصوصي سکتور د غړو د ستونزو د حل په برخه کې د بلخ اتاق د مشرتابه هڅې وستایلې او د بلخ ولایت سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګریزو خدمتونو د عرضې د ښه والي او د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې د بلخ ولایت د خصوصي سکتور د شته ستونزو د حل په موخه به د دغه ولایت له اړوندو سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ د حل لارې چارې ولټوي.

 

سه شنبه، غويي ۴مه، ۱۴۰۳