افغان خصوصي سکتور د افغانستان لپاره د ترکيې سفیر د افطار کوربه وو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سیمې او نړۍ هېوادونو په ځانګړې توګه ترکيې سره د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او پراختیا په موخه، د افطار یوه ناسته جوړه چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي خان جان الکوزي او محمد داود یوسفزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د افغانستان لپاره د ترکيې سفیر ښاغلي جنک اونال، د کابل ولایتي اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د ولایتي اتاقونو رئیسانو، د 77 ترکي شرکت او MCC چینايي شرکت مسؤلینو، د افغان – ترک ښوونځیو رئیس، د صرافانو اتحاديې رئیس او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.

ښاغلي مهمند ښاغلي جنک اونال او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ترکیه له افغانستان سره د مذهبي او فرهنګي مشترکاتو او ټرانزیټي، سوداګریزو، صنعتي او سیاسي اړیکو له پلوه یو پخوانی دوست هېواد وباله او د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو په لا غښتلتیا يې ټینګار وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال د افغان حکومت له لوري د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره شته فرصتونه او د لا زیاتو سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول د پانګونې لپاره ښه وخت او چانس وباله او له ښاغلي اونال څخه یې وغوښتل چې ترکي سوداګر وهڅوي چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ټولیز امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د اداري فساد نه شتون په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د حکومت د چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر اهمیت د خبرو کولو ترڅنګ، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې او د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو د ترجیحي تعرفې په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي جنک اونال د ترکیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه وبلله او د افغان سوداګرو لپاره یې د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي سوداګرو پانګونې ته د هڅولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

پنجشنبه، وږي ۲مه، ۱۴۰۳