د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د (MCC-JCL) کمپنۍ له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د (MCC-JCL) کمپنۍ له رئیس ښاغلي سانګ وینبنګ سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي سانګ وینبنګ د (MCC-JCL) کمپنۍ چې یو څه موده دمخه يې د افغانستان دولت سره د مس عینک کان د کیدنې تړون ترسره کړی وه، د کیندې برخه کې شته ستونزې د اتاق لومړي مرستیال سره شریکې او د ستونزو حل او د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي سانګ وینبنګ او ورسره مل پلاوي ته د رغلاست ویلو وروسته ژمنه وکړه چې، د دوی د شته ستونزو حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

 

یکشنبه، کب ۲۷مه، ۱۴۰۲