د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي د UNDP له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د UNDP لخوا په جوړه شوې آنلاین ناسته کې چې، د غضنفر بانک عامل پلاوي رئیس ښاغلي خسرو فضلي، د کوچنیو پورونو بانک رئیس ښاغلي سنزر کاکړ او یو شمیر بسپنه ورکونکو ادارو مسؤلینو پکې ګډون درلود، د خصوصي سکتور یو شمیر ستونزو په ځانګړې توګه بانکي ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي هوتک د ټولیز امنیت تامین او د اداري فساد نه شتون په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او د خصوصي سکتور د ودې لپاره یې د معیاري سکینرونو د نصب په ګډون یو شمېر بنسټیزو کارونو ته اشاره وکړه.

ښاغلي هوتک د خصوصي سکتور یو شمېر ستونزې یادې کړې، چې په کې بانکي ستونزې او بېلابېلو هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو لېږد، د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو نشتوالی او د خصوصي سکتور د ټرانزیټ او ټرانسپورټي برخو کې ستونزې شاملې دي.

نوموړي د بسپنه ورکونکو په مرسته او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د هوايي دهلیزونو د بیا فعالولو، د ښځو او ځوانانو د کاري ظرفیت لوړولو او همدارنګه د مختلفو پروژو تطبیق او عملي کولو برخه کې ځانګړي وړاندیزونه مطرح کړل.  

د UNDP مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د خبرو له اورېدو وروسته د یادو ستونزو د حل په برخه کې اتاق او افغان خصوصي سکتور ته د خپلو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

سه شنبه، کب ۲۲مه، ۱۴۰۲