د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغان – ازبیک سوداګرو ګډه ناسته جوړه کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي ودې په موخه، دا ځل د افغان – ازبیک سوداګرو ګډه ناسته چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان لپاره د ازبیکستان سفیر ښاغلي خواجه یادګار شادمانوف، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد داود یوسفزي او ذکریا بریالي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي جمیل سادات، د مرکزي اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، او د درملو، خوراکي توکو او تیلو اتحادیو مسؤلینو پکې ګډون درلود جوړه کړه.

ښاغلي مایل احمدي د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ازبکستان هېواد له افغانستان سره د مذهبي او فرهنګي مشترکاتو او همدارنګه د ترانزیتي، سوداګریزو، صنعتي او سیاسي اړیکو په لرلو سره یو پخوانی دوست وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي مایل په افغانستان کې اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وګاڼه او له ازبک سوداګرو یې وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو د استخراج او د کرنې د میکانیزه کیدو برخه کې ګډې پانګونې وکړي.

ښاغلي مانوف د دغې غونډې د جوړیدو له امله د اتاق هڅې وستایلې او افغانستان یې له ازبکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت برخه کې ښه ملګری وباله او د دې ډول غونډو جوړول یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او همدارنګه د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا بنسټونه وبلل.
نوموړي دغه راز د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو خبر وکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي، داوود یوسفزي او ذکریا بریالي ازبک سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د ویزو د ورکړې، سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
دوی د یو معیاري ځمکني دهلیز پر جوړولو ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ټول کورني تولیدات په چټکۍ سره صادر او وارد شي.

ښاغلي میرویس هوتک د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
نوموړي د ګډو نندارتونونو جوړېدل، د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د ګډو پانګه ایزو فرصتونو برابرول او د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک لاسلیکول د سوداګرۍ د پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم وبلل.

یکشنبه، کب ۲۰مه، ۱۴۰۲