د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي څلورویشتمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې څلورویشتمه ناسته د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګریز چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر یو ذکریا بریالي، ضیاءالدین اچکزي، عصمت الله وردګ، آذرخش حافضي، محمد داود یوسفزي، جان آقا صادقي، محمد ګردیزي، سید پرویز سادات هوفیاني، بهادر خیرخواه، فواد احمد دوست او احمد شکیب احمدیار، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د اتاق څارنې پلاوي غړي ښاغلي محمد ناصر صمیم په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي په دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې، د څلورویشتمې ناستې د اجنډا موضوعګانې او د در ویشتمې ناستې مصوبات او د یادې ناستې د محتویاتو لاسلیک د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز لخوا د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړی شول.  

ورپسې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل چي د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې ونیول شوې.

شنبه، کب ۱۹مه، ۱۴۰۲