د افغان خصوصي سکتور مشرتابه د افغانستان لپاره د هندوستان له ځانګړي استازي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د هېواد یو شمیر سوداګرو په ملتیا د افغانستان لپاره د هندوستان ځانګړي استازي ښاغلي جي پي سنګ سره د بهرنیو چارو وزات انګړ کې لیدنه ترسره او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو صدور او نورو ټرانزیټي او سوداګریزو موضوعګانو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مایل احمدي د افغان سوداګرو سوداګریزې او ترانزیتي ستونزې په ځانګړې توګه یادو سوداګرو ته د هند د ویزې د نه لاسرسي او دغه راز په واګه بندر کې د ټرانزیټي ستونزو یادونه وکړه او یادې ستونزې د افغانستان او هندوستان سوداګرۍ پر لاره سترې ننګونې وبللې.
نوموړي له ښاغلي جي پي سنګ څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا او د ترانزيټي ستونزو د حل او د افغان سوداګرو لپاره د ويزې د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو په برابرولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي جي پی سنګ د ښاغلي مایل د خبرو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو شته ستونزې به د خپل هېواد له مشرتابه سره شریکې کړي او هڅه به وکړي چې د افغان سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ویزو د صدور ستونزې حل برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

جمعه، کب۱۸مه، ۱۴۰۲